د سولې شورا نوي ريس د نښې منځ وویشتو

ت.خوږیاڼی
څو ورځې وړاندې د سولې شورا نوي ريیس ښاغلی پیر سید احمد ګیلاني په يوه ستر مجلس کې دخپلې وینا په ترڅ کې وویل چې: (د طالب او مُلا په وړاندې جګړه جواز نه لري او دا یوه ناروا جګړه ده).
پیر صیب له ډېرې مودې نه وروسته د خپلې چوپتیا روژه ماته کړه، پیرصیب چې د کمونیزم او روسانو سره د جګړې او جهاد پر مهال د یوه جهادي ګوند چې د (افغانستان اسلامی ملي محاذ) نومیده رهبري پرغاړه درلوده، هغه په هغه مهال کې هم په چوپتیا او محافظه کارۍ کې تر ډېرو زیات شهرت درلود، په اوسني دور کې هم هغه د طالبانو پر خلاف د جګړې له پیل نه تر نن ورځې پورې داسې چوپتیا غوره کړې وه چی د نورو رهبرانو په پرتله یې ساری نه لیدل کیږی، د افغانستان خلک په تیره بیا د پیر صیب د ګوند غړي هم په دې هک حیران وو چی پیر صېب ولې له خبرو کولو او خپل سیاسي نظر او موقف له ښکاره کولو نه دومره اوږده چوپتېا اختېار کړې ده؟ دا هم ډېره د تعجب خبره ده چې هغه کله هم د طالب، مُلا او نورو اسلامی تنظیمونو پر خلاف داسې کومه ناوړي څرګندونې نه درلودې او اوس یې هم نه لري، خو اوس چې د سولې د شورا د مشر په حیث وټاکل شو هغه هم په داسې حال کې چې د طالبانو او حکومت ترمنځ جګړو زور اخیستی، په داسې یوه حکیمانه وینا سره خپله د چوپتیا روژه ماته کړه چې ټول یې ګوته په غاښ کړل.
پیر صیب له دې وينا نه وروسته د امریکا او د اشرف غني د لاسپوڅي حکومت د ځېنو چارواکو غوصې راوپارولې او تر سختو نیوکو لاندی يې راغی. نو ځکه اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې په جهاد بوخت ټول خوځښتونه باید د پیرصب د دغه اصولی موقف استقبال وکړي او ستاینه یې وکړي، پیرصیب د خپلی وظیفی په مقدمه او تمهید کې خپل نیک او مثبت نظر څرګند کړ، نو د افغانستان ټول زوریدلی ملت هم ورڅخه په کلکه د ملاتړ په کولو سره هیله لری چې د خپل مسولیت تر آخره خپل دغه اصولي او مثبت موقف په کلکه وساتي او ورڅخه دفاع وکړي، ملت به یې تر شا ولاړ وي، ځکه چې پیر صیب + ملت په دې پوهیږي چې د خدای رسول فرمایلي دي چې (العلماء ورثة الأنبیاء) یعنې علماء د پیغمبرانو وارثانو دي، نو د پېغمبرانو د وارثانو پر خلاف جګړه د پیغمبرانو پر خلاف جګړه ده او د پیغمبرانو پر خلاف جګړه د خدای پر ضد جګړه ده، او د خدای پر ضد جګړه خو ټولو ته جوته ده چې پایله یې څه ده. د فرعون او هامان د جګړو تاریخ ته دې مراجعه وکړای شي.
په پای کې د افغانستان مسلمان او متعهد توکمونه له ټولو اسلامی او جهادی مشرانو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د پیرصیب پر قدم قدمونه کېږدي، پر خپل تېر سیاسي موقف له سره غور او تجدید نظر وکړي، حق ته حق ووایي او ناحق ته د باطل په سترګه وګوري، نو هغه وخت بیا کولای شو ووایو چی افغانستان یو رښتونی مستقل هېواد دی او حکومت یې یو آزاد او ناپیلی او په خپلو پښو ولاړ نظام دی.



