د اسرائیلو د نوې پرېکړې له مخې، د فلسطینیانو جنازې به د هغوی کورنیو ته نه سپاري

کابل ټکی کام ۱۰حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د اسرائیلو د ۲ټلویزیون خبر ورکړی دی، چې د اسرائیلو لومړی وزیر نتنیاهو دفاع وزارت ته امر کړی دی، تر څو د فلسطینیانو جنازې د هغوی کورنیو ته د سپارلو چارې ودروي.

نتنیاهو ویلي دي، ځکه یې داسې پرېکړه کړې ده، چې د جنازو د مراسمو پر مهال د فلسطینیانو او اسرائیلي پوځیانو تر منځ نښتې زیاتې شوي.

باید ووایو، چې په دې وروستیو کې د فلسطینیانو له لورې پر اسرائیلي پوځيانو باندې د چړو په مټ بریدونه زیات شوي دي.

د یادولو ده، چې د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو دغې انسان ضدې پرېکړې ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button