د روژې مسائل (پنځمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

په رمضان المبارک کې د سرکشه شيطانانو بندول

پوښتنه : د رمضان المبارک په مياشت کې د الله تعالى جل جلاله په حکم سره شيطانان قيد کيږي، داسې آوريدل کيږي چې له رمضان وروسته بيرته خوشي کيږي، اوس پوښتنه دا ده چې په يو شمير هيوادونو کې روژه دمخه ختميږي لکه په عربي هيوادونو کې او په يو شمير هيوادونو کې وروسته ختميږي لکه په پاکستان کې نو آيا په هغو هيوادونو کې چيرته چې روژه دمخه ختميږي شيطانان هم دمخه خوشي کيږي؟ او پاکستان ته دغه شيطانان دوه ورځې وروسته را داخليږي؟.

ځواب : چيرته چې رمضان المبارک وي هلته به شيطانان بند وي، او چيرته چې روژه ختمه شي نو هلته به دغه پابندي ختميږي، په دې کې اشکال څه دى؟ ([1]).

په روايتونو کې چې کوم داسې الفاظ راغلي )فتحت ابواب السماء وفتحت أبواب الجنة( دا کنايه ده له نزول رحمت څخه او د نزول رحمت مختلف صورتونه دي، لکه کثرت توفيق اطاعت، تضعيف اجر او ثواب، او د ليلة القدر ورکړه.

)وغلقت أبواب جهنم وسلسلت الشياطين( دا هم د همدغه رحمت له غوښتنو څخه ده، چونکه د روژې له امله د نفس په غوښتنو باندې واک ترلاسه کيدلای شي نو له همدې امله په ګناهونو کې کموالی او د نيکيو طرفته ته رغبت پيدا کيږي، پاتې شوه دا پوښتنه چې يو شمير خلک په رمضان المبارک کې هم د کبائرو کونکي پيدا کيږي، سره له دې چې د شيطانانو له قيد کيدو وروسته د کبائرو ارتکاب نه وو پکار، د دې ځواب دا ده چې دا ارتکاب يا د نفس الامارة له امله دی، يا انسي شيطان د دې سبب دی، يا که داسې وويل شي چې په يو شمير روايتونو کې داسې راغلي چې )وسلسلت مردة الشياطين( يعنې هغه شيطانان کوم چې په خپل ټولي (ډله) کې سرکشه او سرغنه وي هغه قيد کيدلی شي، نو له همدې امله کيدلای شي چې نور شيطانان د دې سبب شوي وي.

ځينو حضراتو داسې ويلي چې همدغه د قيد او بند سلسله د هغو شياطينو لپاره خاص ده کوم چې د خبرو آوريدو لپاره د آسمانونو لوري ته تګ غواړي، او دا هم کيدلای شي چې د حديث مقصد د رمضان مياشتې د فضيلت، د نزول رحمت د زياتوالي او د معاصيو د کموالي بيان کول وي، بالکليه د صدور معصيت نفې مراد نه وي ([2]).

دا هم ويل کيدلای شي چې د ګناه خارجي سبب کوم چې شياطين دي هغه بند کړی شي، مګر داخلي سبب يعنې هغه شيطاني اثر کوم چې يوولس مياشتې د صحبت شياطين په سبب په انسان کې دننه داخل شوی وي هغه ګناه کوي ([3]).

روژه په څو ډوله ده

پوښتنه : روژه په څو ډوله ده؟

ځواب : روژه په اته ډوله ده:

(۱) فرض معين.

(۲) فرض غير معين.

(۳) واجب معين.

(۴) واجب غير معين.

(۵) سنت.

(۶) نفل.

(۷) مکروه.

(۸) حرام ([4]).

که مزدوان د روژې نيولو پابندي نکوي

پوښتنه : د بيلګې په توګه په يوه هوټل کې مزدوران دي، که چيرته هغوى لمونځ نکوي او د رمضان المبارک په مياشت کې روژې نه نيسي نو د هوټل څښتن (مالک) په اخروي اعتبار سره ذمه وار دى که نه؟ د هغوى کار بالکل د لمانځه په وخت کې دى، په همدغه وخت کې نه مزدوران په خپله لمانځه ته ځي او نه مالک ورته د تلو خبره کوي، آيا په دې سره مالک ذمه وار دى او که نه؟.

ځواب : د هوټل په کارونو کې که چيرته د لمانځه وخت راشي نو په مالک باندې ضروري ده چې خپلو مزدورانو ته د لمانځه کولو خبره وکړي، او که چيرته هغه د خپلو ګټو په خاطر چشم پوشي وکړي نو هغه هم په اخروي اعتبار سره ذمه وار او ځواب ورکونکى دى، په حديث شريف کې راغلي :

په تاسو کې هر يو نګهبان دى او له هر يوه څخه به د هغه د ماتحتو خلکو پوښتنه کيږي، لهذا د هوټل په مالک باندې ضروري ده چې د اخروي ذمه واري په نظر کې نيولو سره په خپله هم د لمانځه پابندي وکړي او خپلو ماتحتو مزدورانو ته هم د لمانځه او د روژې په پابندي کولو ټينګار وکړي ([5]).

د پيشمني خوړل

پوښتنه : د پيشمني خوړل څرنګه دي؟.

ځواب : له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : پيشمنى وخورئ، ځکه چې د پيشمني په خوړلو کې برکت دى (بخاري، مسلم، مشکوة).

له حضرت عمرو بن عاص رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : زمونږ او د اهل کتابو د روژې په مينځ کې فرق (توپير) د پيشمني خوړل دي، چې اهل کتابو ته له بيده کيدو وروسته د خوراک څښاک کول منع وه، او مونږ ته د صبح صادق له راختلو تر دمخه وخت پورې د دې اجازه شته ([6]).

فرض معين کومې روژې دي

پوښتنه : فرض معين کومې روژې دي؟

ځواب : په ټول کال کې يوه مياشت، يعنې د رمضان المبارک مياشتې روژې فرض معين دي ([7]).

د ګرمي په موسم کې د روژې ثواب زيات دى

پوښتنه : آيا روژه دار په هغه رمضان کې په کوم کې چې روژې د ګرمي په موسم کې نيول کيږي د ډير ثواب اميد کولاى شي؟.

ځواب : د ګرمي په ورځو کې د روژې د زيات ثواب ترلاسه کول له دې کليې څخه هم معلوميږي )اجرک علی قدر تعبک( همدارنګه د افطار په وخت کې له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه د دې کلماتو ويل ثابت دي )کان النبی صلي الله عليه وسلم اذا افطر قال : ذهب الظمأ، وابتلت العروق، وثبت الاجر انشاء الله تعالی ( ([8]).

 

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥١١.

([2]) التعليق الصبيح، ج : ۲، ص : ۳۶۹.

([3]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۲۳۶ – ۲۳۷.

([4]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦١.

([5]) فتاوى رحيميه، ٧ : ٢٠٦.

([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٠٠، بحواله : مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، باب الفصل الاول، ص : ١٧٤.

([7]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٢.

([8]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ٢٠٢، بحواله : سنن ابى داؤد، ج : ١، ص : ٣٢١، کتاب الصوم، باب القول عند الافطار، فيض القدير، ج : ٩، ص : ٤٦٤٤، رقم الحديث : ٦٥٨٩، مکتبه نزار مصطفي الباز رياض.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button