کابل ټکی کام ۱۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له بغلان څخه په ورکړل شویو خبرونو کې راغلي دي، چې نن سهار د دغه ولایت د نهرین ولسوالۍ اړوند د اب خانې په سیمه کې د طالبانو له لورې د یوې چاودنې له کبله یو اربکی قومندان شیر احمد ووژل شو.
د خبرونو پر اساس، شیر احمد پلی روان وو، چې چاودنه پرې وشوه، او ځای پر ځای ووژل شو.
طالبان وايي، شیر احمد چې یو وحشي او ظالم قومندان وو، عام ولس یې له ناوړه کړنو څخه تر پوزې پورې راغلی وو.
د یادولو ده، چې د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه هم د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه ناڅاپي برید کې یو اربکی قومندان نجیب تندر ووژل شو.


















