کابل ټکی کام ۱۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د هغو کورنیو په زیاتوالي چې د نا امنیو له کبله بې ځایه شوي دي، سخته اندېښنه ښودلې ده.
د کډوالو چارو وزارت ویاند حفیظ میاخېل نن رسنیو ته د نا امنیو په زیاتېدو سخته اندېښنه وښودله، او زیاته یې کړه، چې د نا امنیو په زیاتېدو د بې ځایه شویو کورنیو شمېره هم لوړه شوې ده.
ده همدا راز وویل، چې د تېرو کلونو په پرتله د بې ځایه شویو شمېره څو چنده زیاته شوې ده.
د میاخېل له خولې، چې یوازې تېر کال ۵ لکه افغانان بې ځایه شوي دي.
میاخېل زیاته کړه چې له تېرو کلونو راهیسې په ټول هېواد کې په ټولیزه توګه یو میلیون کسان بې ځایه شوي دي.
د ده له قوله چې په بې ځایه شویو کې ډېری د ننګرهار، بغلان، هلمند او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي دي.


















