کابل ټکی کام ۱۲حمل/۱۳۹۴، ارین خان
وېسټنډيز هندوستان ته په ماتې، سیمي فاینل ته لار ومونده
پچه ویسټنډيز وګټله، او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه، او هندوستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
هندوستان ډېره په زړه پورې او جالبه لوبه وکړه، د دوی په منځ کې ویرات کولي په ۴۷ بالونو ۸۹ منډې وکړې، چې د ټاکلو شلو اورونو په پوره کېدو، او د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۹۲ منډې وکړې، او وېسټنډیز ملي لوبډلې ته یې ۱۹۳ منډې هدف وټاکلو.
وېسټنډیز ملي لوبډلې د ټاکلو شلو اورونو په پوره کېدو، او د درې لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۹۶ منډې وکړې، چې د هندوستان له ټاکلي هدف څخه یې خپلې منډې واړوې، چې سیمي فاینل یا نیمه پایلوبې ته یې لاره وموندله.
وېسټنډيز په لوبغاړو کې لېنډل سپمنز د ۸۳ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
خو د وېسټنډيز لوبډلې لپاره هیرو (کرېس ګیل) په دغه لوبه کې ښه ونه ځلېدو.
ټاکل شوې ده، چې وېسټنډیز ملي لوبډله به د اپرېل په درېیمه نېټه په فاینل کې له انګلستان ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
د یادولو ده، چې د روانې میاشتې په ۸مه نېټه افغان ملي لوبډلې وېسټنډیز ملي لوبډلې ته یوه سخته او تاریخي ماتې ورکړه.


















