لمونځ څرنګه اداء کړم؟ (اومه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د ساعتونو (ګهړيو) له ټاکلي وخت نه دمخه يا وروسته لمونځ کول
پوښتنه : په جوماتونو کې د ساعتونو (ګهړيو) په لحاظ چې کوم وختونه ټاکل شوي له دغه ټاکلي وخت نه دمخه يا وروسته د قوم په اجازه لمونځ کول او جماعت کول روا دي او که نه؟.
ځواب : سره له اجازې او پرته له اجازې په دواړو صورتونو کې روا دي، البته د ټاکل شويو وختونو مراعت پکار دی، تر څو چې له چا نه جماعت تير نشي، لمونځ کونکو چې کوم وخت ټاکلی دا له انتظامي امورو څخه دی ([1]).
چيرته چې د لمر راختو او لمر لويدو معلومات نه کيژي هلته بايد لمونځ په څه ډول اداء کړى شي
پوښتنه : په انګلستان کې يو شمير خلکو ته هيڅ معلومات نه کيژي چې لمر څه وخت را خيژي او څه وخت لويژي، ځکه هلته موسم تل خراب وي، د ګرمي په موسم کې هلته د پاکستان او افغانستان په نسبت ورځ ډيره لويه وي، همدا ډول د يخني په موسم کې شپه ډيره لويه وي، له همدې امله هلته د لمانځه صحيح وخت نه معلوميژي، د دې لپاره څه طريقه بايد غوره کړى شي؟.
همدا ډول هلته يو شمير خلک سهار شپژنيمې بجې د باندې راووځي او د ماښام په پنځه نيمو بجو واپس بيرته ځي، له همدې امله د ماسپښين لمونځ ترې قضاء کيژي، که چيرته دوى د مازديګر او ماښام لمنځونه يو ځاى اداء کړي د دې حکم څه دى؟.
ځواب : د لمانځه د وخت معلومولو لپاره که چيرته لمر نه ليدل کيژي نو د داسې دائمي جنتريو اخيستل پکار دي په کومو چې په انګلستان کې د لمر راختو، لمر لويدو او زوال وختونه په ګوته شوي وي، که چيرته د زوال وخت نشي معلوميدلاى نو د لمر راختو او لمر لويدو له منځني وخت وروسته دې د ماسپښين لمونځ اداء کړى شي او له صبح صادق نيولې د لمر له راختو دمخه دې د سهار لمونځ اداء کړى شي، له زوال وروسته دې د ماسپښين لمونځ او د لمر له لويدو پاو باندې يو ساعت دمخه دې د مازديګر لمونځ او د لمر له لويدو وروسته دې د ماښام لمونځ اداء کړى شي، د ماسخوتن وخت خو پراخه دى، البته له نيمې شپې دمخه دې اداء کړى شي.
د ماسپښين لمانځه قضاء کول صحي نه دي، په کوم ځاى (يا کمپنۍ) کې چې دوى کار کوي له منتظمينو څخه دې اجازه وغواړي، د سهار له شپژو بجو نه د ماښام تر پنځو بجو پيوسته کار نه وي، کيدلاى شي چې په مينځ کې يې څه وقفه د ډوډۍ خوړلو لپاره يا د آرام کولو لپاره هم پيدا شي، که چيرته په همدې وخت کې زوال شوى وي نو د ماسپښين لمونځ دې اداء کړى شي ([2]).
د تکبير اولی وخت
پوښتنه : د تکبير اولی ثواب کوم وخت حاصليږي؟ يعنې په تکبير اولی کې چې شريک نشي، بلکې په فاتحة يا له رکوع دمخه د سورة د ختميدا په وخت کې شريک شي نو د تکبير اولی ثواب ورته حاصليږي او که نه؟.
ځواب : په دې کې ډير قولونه دي، يو دا چې له امام سره يو ځای په تکبير اولی کې شريک شي، دويم دا چې امام له ثناء فارغ وي او دی شريک شي، دريم دا چې د الحمد لله له ختميدو دمخه شريک شي، څلورم دا چې که چيرته مقتدي حاضر وو نو د دريو آيتونو له ويلو دمخه او که په وروسته کې راشي نو د اوو آيتونو له ويلو دمخه شريک شي ([3]).
د ماښام او ماسخوتن تر مينځ فاصله
پوښتنه : زمونږ په سيمو کې د ماسخوتن اذان د ماښام له اذان پنځوس، يا پنځه پنځوس يا زيات نه زيات يو ساعت وروسته کيږي، په عمومي ډول د ماښام اذان او د ماسخوتن د جماعت تر مينځ پاو باندې يو ساعت وقفه وي، تاسو د دې وضاحت وکړئ چې د ماښام او ماسخوتن د اذانونو تر مينځ څومره وخت فرق کول پکار دي؟.
ځواب : هر کله چې لمر په يقيني ډول ډوب شي او له هغه وروسته پاو باندې يو ساعت وخت تير شي نو د ماسخوتن وخت داخليږي، زمونږ په مشاهده او تجربې سره دا ثابته شوې، البته د رياضي په حساب پنځلس درجې کومې چې ټول ۴ + ۱۵ = ۶۰ دقيقې وخت ماښام دی، له دې وروسته ماسخوتن شروع کيږي ([4]).
([1]) فتاوی فريديه، ۲ : ۱۴۳، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، ج : ١، ص : ٢٨٧، باب الاذان.
([2]) خيرالفتاوى، ٢ : ١٨٨، استاذ العلماء حضرت مولنا خير محمد جالندري رحمه الله.
([3]) امداد الفتاوی، ۱ : ۱۰۳، حکيم الامت حضرت مولنا اشرف علي تهانوي رحمه الله .
([4]) فتاوی فريديه، ۲ : ۱۵۶، بحواله : منهاج السنن شرح جامع السنن، ج : ٢، ص : ١٠، باب ما جاء في مواقيت الصلوة عن النبي صلی الله عليه وسلم.



