نن د کانکور پایلې اعلانیږي ! fateh1اپریل 3, 20160 322 خپلواک افغان کابل. کام (يکشنبه، وري۱۵مه ۱۳۹۵ل): د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین وايي، د ۱۳۹۴ ل کال د کانکور پایلې نن یوه نیمه بجه اعلانیږي. د فیصل په خبره، د کانکور پایلې د لوړو زده کړو وزارت په برېښنا پاڼې اعلانیږي او ګډون کوونکو کولی شي، د لوړو زده کړو وزارت برېښنا پاڼې ته مراجعه وکړي. تېر کال ۱۳۹۴ د کانکور په ازموینه کې ۲۰۰زره د دولسم ټولګیو فارغانو ګډون کړی وو، چې ۵۸ زره یې دولتي پوهنتونو ته جذب شوي او ۶۰ زره یې خصوصي پوهنتونونو ته جذب شوي دي. د لوړو زده کړو وزارت وايي، د نورو کلونو پرتله، تېرکال د کانکور ازموینې شفافې وې او سږکال یې ډېری ګډون کوونکي جذب کړي دي. د دولسم ټولګیو فارغان وايي، په کانکور ازموینه کې د مور ـ مېرې چلند کېږي او ځینو ولایتونو ته ډېره برخه ورکول کېږي او ځینې په لوی لاس بې پایلې اعلانوي. سږکال د کانکور ازموینو د پایلې اعلان وځنډېده، چې په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال ۱۵ ورځې تېرې شوي دي. لینک کاپی کړه URL Copied fateh1اپریل 3, 20160 322 شریکول Facebook X Tumblr WhatsApp Telegram Viber Share via Email Print