
د بغلان ولایتي شورا: که مرکزي دولت بغلان ته توجه ونه کړي، په دوو ورځو کې به ډنډغوري یو ځل بیا د طالبانو لاسته ولویږي
کابل ټکی کام ۱۸حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د تېرې دوشنبې پر شپه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ پر ډنډشهاب الدین سیمه کې د طالبانو له لورې د افغان عسکرو پر بېسونو باندې جګړه پیل شوه، چې تر ماسپښینه پورې یې درې بېسونه ونیول، او مازدیګره یې بل بېس هم ونیوو.
طالبانو ادعا وکړه، چې په دغه جګړه کې افغان عسکرو ته یې ګڼ مالي او ځاني تلفات هم اړولي دي، او همدا راز یې د جګړې د دوام خبر هم ورکړی وو.
پرون یوې حکومت پلوې باوري سرچیني ویلي وو، چې ډنډشهاب الدین سیمه یو ځل بیا د طالبانو لاسته ولوېده.
دغې سرچینې ویلي وو، چې په دغه جګړه کې ۶ عسکر ووژل شول.
دا مهال د بغلان ولایتي شورا مرکزي دولت ته خبردارۍ ورکړی دی، که یې بغلان ته توجه ونه کړه، نو په دوو ورځو کې به ډنډغوري سیمه یو ځل بیا د طالبانو لاسته ولویږي.



