
بهرنۍ خېرېه موسسات ، مرستې که جاسوسي او غلاوې؟؟؟
ډاکټر آصف
په افغانستان کې د ثور د کرغیړنې کودتاه نه پس کله چې په سلګونو زره افغانان ګاونډیو هېوادونو ته په هجرت کولو مجبور شول، نو بې شمېره مؤسساتو هم په دغو هېوادونو کې د دغو مهاجرینو د مرستو لپاره دفترونه خلاص کړل، دغه موسسات دوه ډوله وو یو اسلامی موسسات ووچې د عربي هېوادونو څخه یې سرچينه اخیستله او مرستې یې جلبولې او دوهمه کټګوري یې غربي مؤسسات وو چې د غربی هېوادونو د کلیساګانو له لارې یې مرستې ترمهاجرینو پورې رارسولې. خو دا چې د افغانستان خلک مسلمانان وو او د اسلام په خاطر یې خپل هېواد پرېښی وو، نو ځکه یې اسلامي مؤسساتو ته له غربي مؤسساتو نه ترجیح ورکوله، هیلې یې ورڅخه ډېرې درلودې خو هیڅ ډول وېره او تشویش یې ورڅخه نه درلود، دا ځکه چې دغه اعتبار او اطمنان د (انما المؤمنون اخوة) یعنی بې له شکه چې ټول مسلمانان سره وروڼه دي، او (المسلم للمسلم کالبنیان یشد بعضه بعضا) یعنی یو مسلمان د بل مسلمان لپاره داسې دی لکه یو عمارت چې ځېنو برخو یې ځېنې نورې برخې محکموي، او (کالجسد الواحد اذا اشتکی منه عضو تداعی له سائر الجسد بالحمی و السهر) او دا مسلمانان د یوه بدن په شان دي کله چې یې یو بدن په درد شي نو ټول بدن ورسره په تبې او بې خوبۍ سره په تکلیف وي. نو ځکه دغو اسلامی موسساتو چې عبارت وو له:
العون الاسلامی،
مکتب الخدمات،
لجنة الدعوة الاسلامیة،
رابطة العالم الاسلامی،
هیئة الاغاثة الاسلامیة العالمیة،
موسسة موفق الخیریة،
جمعیة احیاء التراث الاسلامی،
الهلال الاحمر السعودي، .
الندوة العالمیة للشباب الاسلامی،
الوکالة الاسلامیة لاغاثة الشعب الافغانی،
موسسة الفرقان الخیریة،
او یو شمیر نورې چې نومونه یې دلته پاتي شوي دی، خورا غښتلی خدمات او مرستې ترسره کړې او خپل اسلامی مسولیت یې ادا کړ.
خو بلې خوا ته هغه غربي مؤسسات و چې ملت ورنه د هېلو په درلودلو سره ورڅخه وېره هم درلوده، چې دغه وېره یې پر ځای هم ثابته شوه، او په پای کې دا هم ثابته شوه چې دغو غربي مؤسساتو که له یوې خوا ظاهرا د مرستو خدمات پر مخ بېول خو په څنګ کې یې خپلې کرغېړنې موخې هم په ډېر مخفي ډول په مسلمانو پرګنو کې تیتولې، چې له جملې نه یې د شلټر په نوم موسسه وه چې پټ کرغیړن فعالیتونه یې هم په پېښور او هم په کابل کې څو څو ځل افشا شول، چې هغه د منحرف عیسوېت لپاره هلې ځلې او بلنې وې، همدغه راز یو شمېر نور مؤسسات چې اوس هم شتون لري چی هم مسېحېت ته د دعوت فعالېت په غاړه لري هم جاسوسي کوی او هم غلاوې کوي، په افغانستان باندی د امریکایانو او د هغې د متحدينو له برید او یرغل نه وروسته اوس دغه موسسات د جاسوسۍ فعالېت ته تر ټولو اولیت ورکوي ځکه چې اوس دې ته زیات ضرورت لري.
د دا ډول مؤسساتو څخه په نن وخت کې تر ټولو غښتلې موسسه د USID مؤسسه ده چې په کابل کې مستقیماً د امریکا د سفارت لخوا تموېلیږي او د ټولو مؤسساتو په سر کې قرار لري، دغې مؤسسې اوس د USIP په نوم چې د (United states Institute of Peace) مخفف دي یعنی (د امریکا د متحده آیالاتو د سولې انستیتوت) په مختلفو نومونو پروژې پلان کړي چې موخه یې یواځې جاسوسي او غلا ده، دغه مؤسسه اوس نورو مؤسساتو ته د جاسوسی فعالیت د پر مخ بېولو لپاره دغه پروژې په ډېر قوي بجټ سره ورکوي، چې له جملې نه یې یوه هم د FGA په نوم موسسه ده چې د Future Generations Afghanistn مخفف ده او په پښتو کې یې معنی (د افغانستان راتلونکی نسلونه مؤسسه) ده.
دغه موسسه چې مرکزی دفتر یې د امریکا په تکساس ښار کې موقیت لري په ۲۰۱۲ کال کې یې په افغانستان کې خپل فعالېت پېل کړی او په لومړیو وختو کې د شلټر په شان مسیحیت ته په تبلیغ کولو تورنه شوی هم وه چې تر اوسه یې قضیه په څارنوالۍ کې پر مخ بېول کېږي.
دغه مؤسسه چې فعلا یې مشري د یو څو پلورل شویو نا افغانانو په لاس کې ده نو د USIP له پروژو نه دوه ډوله ګټې ترلاسه کوي، یو د دغو پروژو نه ډېرغښتلی بجټ لاس ته راوړي چی تقرېبا ۱۰٪ یې په مصرف رسوي او پاتی نور تقریبا ۹۰٪ یې غلا کوي او په جېبونو کې اچوي، دغه موسسه اوس د جاسوسۍ په فعالیت کې USID ته تر ټولو مؤسساتو یوه پیاوړې مؤسسه ثابته شوې ده، خو USID لا دا معلومات نه لري چې دغه موسسه د جاسوسۍ سره سره د ورکړل شوي بجټ په غلا کې هم پوره مهارت لري، او یوه وجه یې داده چې د دې مؤسسې اوسنۍ مشري فعلا د یوه افغاني (اجمل شیرزی) په غاړه ده چې ویل کېږي د کرزي د حکومت پر مهال د انکشاف دهات د وزیر مشاور هم و او تر دې مخکې یې په ډېرو مؤسساتو کې د دا ډول کرغیړنو فعالیتونو پوره مهارت ترلاسه کړی دی، او ډیری خپلوان او دوستان یې هم په دې موسسه کې په دې موخه په وظیفو ګمارلي دي چې فعالیتونه یې رازدار وساتل شي او د افشا کېدو نه وژغورل شي، دغه موسسه فعلا هم په کابل، غزنی، جلال اباد او دایکندي ولایاتو کې فعال دفترونه لري.
اوس ټول ملت ته دا جوته شوې ده چې دغه مؤسسات په ظاهره د خلکو د خیر لپاره بریښي خو د پردې تر شا د اسلام د له مینځه وړلولو، جاسوسي کولو او د راغلو خیراتونو بېرته په خپلو جیبونو کې د اچولو او د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره فعالیت کوي.
ځکه خو مشهور شاعر مطیع الله تراب وایی:
د موسسو او انجیوګانو به یې څه نه وایمه



