له تکړه شاعر او ليکوال حاجي پيرمحمدکاروان سره مرکه

(– د کابل ټکي کام درنو لوستوالو! دا وارې مو د ادبي مرکو په لړ کې ،د ګران هېواد د ادب ستر خدمتګار او د شاعرانو پير ، حاجي پيرمحمد کاروان صاحب سره په زړه پورې ځانګړې مرکه کړې، چې په ليکلې بڼه یې ستاسو درنه حضور ته وړاندې کوو. )
مرکیال : الیاس فاتح
کابل.کام : محترم کاروان صيب السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
لومړی مو ډېره مننه کوو، چې مرکې ته مو وخت راکړ.
کاروان : وعليکم السلام ، قربان مو شم، له مينې مو مننه کوم، هرکلی درته وايم.
کابل.کام : کاروان صيب، له ادبي ژانرونو سره مو مينه څنګه پيدا شوه او دخپلې شاعرۍ دپخيدو لپاره مو له بهرنيو شاعرانو کوم رنګونه راخېستي او مطالعه يې کوئ او که نه ؟
کاروان: الله تعالی فرمايلي، چې انسان دځمکې پر سر خليفه (ځای ناستی )دی. انسان چې د الله تعالی خلیفه شو، معنی دا چې د الله تعالی لویې پیرزوینې هم پرې شوې دي. انسان د لویو ښکلاوو او خزانو ټولګه ده. هر انسان که خپل ما في الضمیر و پلټي، خپل ځان، زړه او باطن و پلټي ډېر څه په کې پیدا کولی شي. ډېرې ناپیدا خزانې او ډېر نوي خوندونه ــ رنګونه په لاس ورتلای شي. هو یوه خبره شته چې هر انسان کېدای شي د ځینو کسبونو، زده کړو او کارونو د انتخاب میلان او مینه د ځینو په نسبت ځینو نورو ته ډېره وي. یا کېدای شي د ډېرو کسبونو علومو او هنرونو تر څنګ یې په شدت او زیاته مینه زړه یوه طرف ته ډېر وي . دغه طرف که علم دی، که کسب یا هنر دی کېدای شي په دې کې همدا انسان ښه و ځلیږي.هو که همداسې ورسره په مینه زړه وتړي.
که زه د خپل ځان او خپل تېر ژوند په اړه ووایم، خبره داده چې له ماشومتوب نه مې له شاعرۍ سره زړه داسې لګیدلی و، لکه زما زړه او شاعري چې دوې خښتې وي او دواړه خښتې په خپلو کې ښې سره لګیدلې وي. په ماشومتوب کې د مور له الاهو نیولې د افسانو تر نارو، د کلي کور سندرو، ترانو، د ودونو سندرو، لنډیو دا هرڅه راباندې خواږه لګیدل. په مکتب کې لا نه وم شامل چې پلار به مې ځینې کتابونه راته راوړل. دا کتابونه به مې پلار له خپل یوه خواږه دوست چې د ورورۍ لاس یې ورکړی و له هغه نه راته راوړل.که په هغه کتابونو به نه هم پوهیدم له تصویرونو به مې یې خوند اخیست . په زړه کې به راتلل چې په دې کتابونو کې به ډېرې خبرې وي ارمان چې پرې پوهیدای . بیا چې په مکتب کې شامل شوم په الف او با و پوهیدم، قرانکریم او نورو ځینو ساده دیني کتابونو په زده کړو مې هم پیل وکړ . خلاصه، منیه، قدوري او تر څنګ یې د سعدي صاحب ګلستان وو . د سعدي صاحب ګلستان هم زما زړه د شاعرۍ له پاره جوړاوه. کله چې په لیک لوست پوی شوم د پښتو افسانو کتابونه، د ښاپیریانو کیسې، ځینې ساده نظمونه دا به مې په خپله لوستل.د پښتو کلاسیکه شاعري او معاصره دا مې هم وخت په وخت لوستله. په فارسي کې مې هم ډېره شاعري ولوسته . نړیواله شاعري مې د ترجمو له لارې لوستې . کیدای شي د ټولو اثر راباندې وي؛ خو زه وایم چې دا په خپله فطرت او د الله تعالی دا ویړ کاینات غوړیدلي کتابونه دي . ددې اثر تر ټولو ښه تمامیږي . د ژوند ځينې خوږې او ترخې هم د شاعرۍ په لفظونو او خیالونو کې ځان را ځلوي. پښتو لنډیو هم راباندې ښه پریمانه اثر کړی دی . شاعري هنر دی، هنر چې هرې ژبې ته واړوې خپل رنګ پریږدي. رښتیا په نړیواله شاعري کې مې د فلسطین شاعري لا ډېره خوښه ده، هغه ځکه چې دردونه یې زموږ د وطن دردونو ته ورته دي. د لویو خلکو او لویو هنرمندانو له اثر نه سړی بې رنګه نه پاتې کیږي؛ خو په خپله دا زموږ د وطن پېښې او ژوند هم یو عجیبه رنګ دی، که دا رنګ په اخلاص او هنر زموږ په شاعرۍ کې راشي دنیا به ورته حیرانه شي.
کابل.کام : آزاد شعر او کلاسيک شعر څه توپير لري؟ او آزاد شعر په پښتو ادب کې له کومه او څرنګه را منځته شو؟
کاروان :دکلاسيک شعر يا د ازاد شعر په هلکه به داسې ووايم، چې پښتو يوه داسې ژبه ده چې په ډېرې اسانۍ سره وزن، موسقيت پکې پيدا کېږي. زه دا خبره په عاجزۍ او په دعوه سره کوم چې څومره موسقيت او آهنګ په اسانۍ سره په پښتو ژبه کې پيدا کېږي، فکر کوم ددنيا په ډېرو لويو ژبو کې به هم پیدا نه شي.البته دا هم خپلو وجوهات او ځانګړی انداز لري، هغه دا چې پښتو هم له متحرک نه پېل کېږي او هم له ساکن نه پېل کېدای شي، دا دواړه حالتونه لري.
بله دا چې دلفظونو سکې او توري يې ډېر دي، بل دا چې وزن او موسقيت يې په سېلابتونيک دی، چې وزن پکې په اسانۍ سره ترلاسه کېږي.عروضي نه لکه په فارسي کې چې عربي وزن تطبيق کېږي؛ په پښتو کې دپښتو خپل وزن دی، نو دا په ډېرې اسانۍ سره کېږي، دا چې وزن او موسیقیت د شعر په بنیادي برخو کې راځي له نېکه مرغه په دې برخه کې پښتو بختوره ده. که تاسې وګورئ شاعري هم ځکه ډېره په کې شوې او کیږي . شرنګ پکې په اسانۍ سره پکې پیداکېږي، ضربونه او ګډيدونکی حالت په ډېر ښه ډول پکې راځي، ماتيدل راماتيدل همداسې د لفظونواتڼونه په پښتو ژبه کې ډېر په زړه پورې را پنځېږي.
پاتې شوه دازاد شعر خبره، فکر کوم لکه څرنګه چې له انګريزۍ او يا فرانسوۍ به فارسۍ او اردو ژبو ته راغلی وي، دغسې به پخوانيو پښتنو شاعرانو او ليکوالانو چې په انګريزۍ، فرانسوۍ، جرمنۍ، روسۍ او نورو بهرنیو ژبوپوهيدل هغوی به په افغانستان کې مروج کړی وي .یا به هم ایران ته د نورو ژبو ازاد شعر راغلی وي د ایران د فارسۍ شعر به د افغانستان پښتو او فارسي دواړو ته د آزاد شعر په راتلوکې ونډه لرلې وي؛ خو اصله خبره داده چې په پخپله دازاد شعر انداز په پښتو کې له بنياد نه موجود وو.
اصلا يو بوټي په يو ځای کې هلته زرغون کېدای شي، چې هلته يې حالت له مخکې موجود وي؛ لنډۍ ازاد شعر دی، داتڼ نارې ازاد شعر دی، ځکه چې يوه مسرعه يې لنډه او بله اوږده ده. د ځینو فولکلوریکو کیسو نارې ازاد شعر دی. يعنې په پښتو کې په خپله يو نا يو ډول ازاد شعر موجود و، دا اوس چې ددنيا ازاد شعر او نظم خواته لاړ، همغه بوټی يې لږ پسې اوبه کړ، پسې کينچي يې کړ، لوی شو او دازاد شعر بڼه يې پيدا کړه.
نوره خبره د ښېګڼې يا د جوهر په دې پسې نه ده، چې ازاد شعر ښه شعر دی يا مقيد شعر، شاعرانه افکار، شاعرانه حالت، شاعرانه عواطف شرنګيدلی حالت، هغه چې په کوم يو کې ښه راغی هغه ښه دی زما په فکر.
کابل .کام : ستاسو له نظره، د خلکو زړونو ته کلاسيک شعر ژر لار جوړولی شي، که ازاد او پخپله مو له کوم صنف سره ډېر زړه تړلی ؟
کاروان : اصلا يو شي چې ډېر له پخوا موجود وي او له الف نه تر يا پورې ديوې ټولنې ټول وګړي ورسره روږدي وي. داحساس يو تار يې ورسره تړلی وي، نو دهغه دبريا او مقبولتيا انداز ډېر وي، نو دکلاسيک شعر سابقه ډېره زياته ده له زرګونو کلونو زموږ د خلکو شعور ورسره اشنا دی، له الف نه تريا پورې ټول ورسره اشنا دي، مثلاً لنډۍ، په کیسو کې نارې يې اوريدلي دي، دغه شان سلګونه کاله مخکې يې مشهور شاعران تېر شوي دي، لکه خوشال بابا چې ددنيا نابغه دنړۍ لوی شاعر ؤ، لوی شاعر عبدالرحمان بابا، حميد مومند،کاظم خان شيدا داسې نور ..چې پښتانه له پخوا نه ورسره بلد وو، نو دکلاسيک شعر سره يې له پخوا بلدي ډېره ده.نوي صنفونه چې رامنځته شوي دې سره هم ورو بلدېږي او بلد شوي دي.
خو ډېره خبره په ذوقونو پورې هم ده، چې دښه شعر معيار لوړ ذوقونه دي، کوم شعر چې لوړو ذوقونو ته لاره وکړي، هغه ښه ځلېږي او ښه شعر ورته ویلی شو. هو یوه خبره د کلماتو په صداقت، اخلاص او په خپل ځای د راتللو کې هم ده. کله کله ښه شعرونه هغه شعرونه بللی شو چې ژر مړه نه شي او تر ډېرې زمانې ښکلي او ژوندي پاتې شي.
شعريت که په ازاد قالب کې و، يوشاعرانه حالت، اخلاص او صميميت پکې و، هغه عواطف او پېښې چې شاعر يې تشريح کوي په شاعرانه انداز تشريح کړې وه. هغه ښه دی او که په کلاسيک انداز يې ښه راوړې وه همغه ښه دی؛ نو خبره په شعريت کې ده، چې په کوم قالب کې ډېر وي، یا دا چې دکلاسيک محبوبيت زموږ به ټولنه کې ډېر دی، وجه يې دا ده چې زموږ ذهنونه او زموږ دنيکونو ذهنونه ورسره ډېر اشنا دي، نو ميلان به خامخا دې خوا ته ډېر وي.
کابل .کام :هغه شاعر، چې د شعر ډګر ته نوی راوتلی وي، بايد کوم اساسي ټکي او معيارونه پام کې ونيسي، که خپلې تجربې ورسره شريکې کړئ ؟
کاروان : ما يو شعر کې ويلي وو:
لوبه دلفظونو ده او لوبه هم احساس غواړي
مسته شاعري دزړه غورځنګ دزړه بړاس غواړي
دا يوه داسې لوبه ده چې څوک يې چاته تجربه نشي ښودلی.دا دهر انسان خپل خپل حالتونه دي، خو يو لوی شاعر ته يو ځوان ويلي وو، چې زه څنګه کولی شم چې شاعر شم ؟
هغه لوی شاعر ورته ويلي وو، چې ته په خپل ګرېوان کې وګوره او ځير شه، که پرته له شعر ويلو ژوند نشې کولای بيا شعر مه ليکه !
نو دا يوه لېونۍ مينه ده، دلفظونو سره لېونۍ مينه ده او ددې لېونۍ مينې لپاره يو لېونی رياضت هم پکار دی.بيا دبخت او ديارۍ خبره هم ده، چې زمانه دڅه ډول ښکلا پيرزوينه درباندې کوي؟څه ډول حالتونه دي چې ستا احساس راپاروي او ديو ښه شعر فضا درته جوړوي؟ نودا ټول ورسره تړلي دي، دهر انسان فطري ميلان خامخا توپير لري. لکه دانسانانو څېرې اوازونه چې فرق لري، همداسې دښکلا دپنځولو ديو مسلک سره دمخ کېدلو او دهغه لپاره دلاروچارو جوړولو انداز هم فرق لري.
کابل.کام : خو بيا ځينې شاعران په شعر کې الفاظ او پيغام په زور ورځای کوي ،دې تکلف ته په ګومه سترګه ګورئ؟
کاروان : زه خو بيا بيا وايم، چې شاعري يوه نازکه او د خیالونو مېلمنه ده، دا په زور د چا د خیال، ژبې او زړه په کور کې مېلمستیا نه مني، دې دپاره مينه پکار ده او دا مشعوقه به په مينه راضي کوې.
دپخوانۍ پوښتنې په اړه بايد دا هم ووايم، چې اوس ارواپوهان دا وايي، چې دانسان په تحت الشعور کې ډېرې پخوانۍ نقشې پرتې وي، حتی دنېکونو آن تر نیا حوا او نېکه بابا آدمه غځیدلی اثر هم پکې پروت وي، نو کله چې ته دشعر سره، دلفظونو سره، دکلماتو او عواطفو سره زړه وتړې؛ کيدای شي چې تاباندې ددې پټ شعور مهرباني هم وشي او هغه تاته دښکلاپنځونې داسې نقشه په لاس درکړي، چې هغه په هر وخت کې نشې پيدا کولای .
ددې لپاره چې تا مخکې رياضت کړی وي دهغه رياضت په نتيجه کې دستا په لاشعور کې دښکلاپنځيدو يوه نقشه جوړه شوې وي بیا نو هغه نقشه ناڅاپي غوندې تاته په لاس درځي او که هسې په زور يې غواړې په زور نه کېږي؛ د شعر د هنر او لفظونو سره به په داسې صميمانه او مخلصانه طریقه زړه تړې چې یو ویښته قدر ريا او تصنع به پکې نه وي.
کابل.کام : کاروان صيب اوسمهال په کابل کې ادبي غونډو کې نه ښکارئ ، شعر نه ليکئ که څنګه ؟
کاروان : دشعر سره مې ډېره مينه ده، شعر مې ملګری دی، شعر مې معشوق دی، شعر مې پير دی، ددې پير لمن مې هېڅکله نه ده پريښې، پاتې شوه د غونډو خبره، هغه وجه دا ده چې د افغان ادبي بهير دغونډو ځايونه ډېر بدل را بدل شول. زه په خير خانه کې دمسافر په حيث اوسېږم او دافغان ادبي بهير غونډې اوس په پامير سينما کتاب ښار کې کېږي، چې له دې ځايه ډېر لرې دی.
بله دا چې هغه دجمعې په ورځ کېږي، موږ چې دجمعې لمونځ کوو، تر لمانځه وروسته ډوډۍ خورو، بس ناوخته شي. بيا کله مې ارام ته او څه شي ليکلو ته زړه وشي، نو هلته تګ رانه پاتې شي اوس خو نام خدای دې وي، دګردېز او خوست سړک هم پوخ شو، مخکې به چې په پنځو شپږو ساعتونو کې رسېدو اوس تقريبا څلورو ساعتونو کې رسيږو، نو اوس کور ته هم ډېر ډېر ځم.
شاعري ډېره کوم، کله مې چې ددفتر کار خلاص شي، ګوګل ته لاړشم، ددنيا شعرونه هم ګورم، لولم او خوند ترې اخلم.د نړۍ ژباړل شوي شعرونه او کتابونه هم پریمانه لرم هغه لولم.د خپلې ژبې په کلاسیکو او معاصرو شعرونو هم مینه ماتوم. زه فکر کوم چې له شعر سره مینه به تر مرګه راسره وي. لا به پسې زیاتیږي خو دا لېونۍ مینه به مې کمه نه شي.زه ځان ته دومره شاعر نه وايم، لکه د ښه شعر مين او لوستونکی چې يم، که د ډېرو لیکلو خبره شي ډېر یې هم لیکم.
کابل.کام: نوی کتاب (زرزري وزرې) مو ډېر وخت پس راووت، ايا راتلونکي کتاب تياري به کوئ کنه ؟
کاروان: رښتيا هم، ډېر وخت څه نه وو چا پ شوي، لس دولس کاله وروسته مې کتاب چاپ کړ، چې ډېر شعرونه پکې راغلي او څلور سوه اته اويا صفحې کتاب دی، خو ددې نه هم ځینې شعرونه پاتې دي چې ما چاپ کړي نه دي. زه نه پوهېږم چې زما شعرونه به څنګه وي؟ دهغوی پته به نقادانو ته وي، تر نقادانو زیات مخلصو لوستونکو او له شعر سره ازلي مینه لرونکو ته؛ خو ليکم يې ډېر او دبل کتاب شعرونه هم پوره دي.
کابل.کام: کاروان صيب!ځينې خلک چې ستاسو شاعري يې مطالعه کړې او دستاسو پر ژوند يې مونوګرافونه ليکلي دي؛ هغوی وايي چې کاروان صيب دهجرت په ديار کې چې کومه شاعري کړې، هغه يې په کابل کې ونکړه، تاسې دا منئ؟
کاروان : داسې ده چې خپل عيب دوليو ترمنځ وي او ماته خپل صفت هم دوليو منځ ښکاري. دهجرت په ديار کې هم ما چې اول له ماښامه ترماښامه چاپ کړ، بيامې چنار خبرې کوي چاپ کړ، خلکو ويل چې چنار خبرې کوي هېڅ شی نه دی، تر دې خو له ماښامه ترماښامه ښه و. بيا مې چې ښاپيرۍ ورغوی چاپ کړ، بياخلکو وويل چې دا هېڅ شی نه دی له دې نه خو چنار خبرې کوي ښه و او ځينې خلکو ښاپيرۍ ورغوی خوښ کړی و.په شاعرۍ کې داسې خامخا ويل کېږي، رحمت شاه سایل صيب چې اول کتاب چاپ کړ وروسته يې چې نور کتابونه چاپ کړل خلکو وويل چې دا ښه نه دي په داسې حال کې چې مايې وروستي کتابونه خوښېږي، دا سليمان لايق پسې هم داسې ويل کېدل، چې دا چونغر يې ښه دی، شپون صيب خو دومره هم وويل چې چونغر دده کوهی طور دی؛ خو وروسته يې چې يادونه درمندونه چاپ شوي ما ته هغه دچونغر نه ډېر خوند راکوي؛ نو دا خبرې په شاعرۍ کې شته .
بله دا چې دنقادانو خبرې له پخوا نه داسې روانې دي، چې مثلا د يو نقاد يو شاعر په طبع جوړ وي هغه يې خوښېږي، ځکه چې نقاد هم يو طبعيت يوه ځانګړې سلیقه لرې دخپلې سلیقې په رڼا کې دا خبرې کوي.
کله چې هغه لس کاله وړاندې يا دځوانۍ په دوره کې ده يو شعر ليدلی وي هغه وخت د هغه دځوانۍ احساسات وي اوس هغه احساسات هغه ته په لاس نه ورځي، هغه خاطرات چې دده په ذهن کې ناست دي تر نن ورځې ورته ښکلي ښکاري، دا طبیعي خبره ده، موږ ته هم تېر شوی وخت ښکلی ښکاري، نو څوک چې داسې وايي، هغو ته تېر ښکلي ښکاري، خپل لس کاله پخوانی ژوند چې مطالعه کوي هم هغه ورته يادونه ګرځيدلي دي او دا اوسني ورته عادي ښکاري او دا کېدای شي دې باندې لس کاله وروسته خبرې وشي، خو زه بيا هم دخپل شعر په اړه څه نشم ويلای چې څنګه به وي؟خو زه چې کله چاته يو شعر دنوي کتاب نه را واخلم او ورته ووايم چې دا دچنار خبرې کوي کتاب شعر دی بیا به وایي چې دا ښه دي، نو دا خبرې شته .
کابل. کام:کاروان صيب هر شاعر حتما دشعر يوې برخې سره ډېره مينه لري، پخپله تاسو ته غزل ډېر خوند درکوي که نظم ؟
کاروان : څه ووایم ماته چې په هرقالب کې څه راځي داسې يونغمه يي غوندې حالت هم ورسره راځي.دغه نغمه ييز حالت که دغزل په حالت کې و، که دازاد شعر او چارپاره په حالت کې و، هماغه خوند راکوي،نو داسې ځانګړی صنف مې نه دی خوښ کړی، چې خاص غزل مې ډېر خوښ دی او يا نظم.
کابل.کام: هر شاعر ځيني سېمبولونه لري چې ډېر يې کاروي ،تاسو هم پخوانۍ شاعرۍ کې چنار ډېر کارولی، اوس په کوم نظر يئ؟
کاروان: چنار مې اوس نه دی کارولی، مخکې مې ډېر کارولو، ځکه چې اول په کلي کې ماشوم ومه ،زموږ په کلي کې وړوکی جومات و، دجومات ترڅنګ چنار و، چنار ترڅنګ ګودر و، ما اول ځل همدلته سبق شروع کړی، بيا وروسته دروسانو په وخت کې هماغه چنار باندې بمبار وشو، خواوشاته يې زموږ د خپلوانو ماشومان او ښځې هم په شهادت ورسيدل، له دې امله مې هم زړه ورسره وتړل شو، نو دچنار خبرې کوي په نوم شعر پکې راغی، بيا هغه دکتاب عنوان وګرځيد، خلکو هغه شعر خوښ کړ، هوکله کله به چې په قافيه کې به الف « ر» توري راتلل چنار به هم پکې راته.
هو! البته په سمبوليک ډول مې هم يو نا يو ډول کارولی، لکه :په ټول وطن چې بمبار شوی وی، لکه دټول وطن پيغلي او ځلمي دچنار په تابوتونو کې ښخ شوي وي، نو دا يو سېمبوليک اړخ هم لري او نور ډېر شاعران داسې ځانګړي شيان لري، لکه دفارسۍ يو شاعر بیدل دی چې د آیینو یا هندارو شاعر ورته وایي، په شعر کې يې اينه ډېره ده.
يا شمعې ډېرې دي، دحافظ په شعر کې ښايي ميخانه ډېر وي، دمولاناپه شعر کې به هم داسې بل څه وي، دحمزه بابا په شعر کې پښتنې سترګې ډېرې دي؛ نودغسې شته، دچا يو شي سره زړه لګيدلی وي او يا يې خلک خوښ کړي بيا پکې تکرار شي. خو که ډېر تکرار راشي بيا کلیشه هم ګرځي، مګر که په مناسب ځای کې او په نوي انداز راشي بيا نو ځانګړي سبک ته ځان ور نږدې کوي.
کابل.کام: کاروان صيب دزياتو شاعرانو په شعرونو کې دومره موسقيت نه وي، لکه دستاسو په شعر کې راز يې څه بولئ؟
کاروان: زه به څه ووايم، پخپله دنورو شاعرانو نه ځان اوچت نه بولم، خو زما دپاره دشاعرۍ ډېره بنيادي خبره ده چې بايد يوه شرنګيدلې ژبه وي، پښتو ژبه ډېره شرنګيدلې ده. زما ډېرخوښېږي چې په شعر کې مې موسقيت راشي، باور وکړئ چې زه دا په مصنوعي انداز هم نه کوم، بلکې له پخوا نه دلفظونو تکرار مې خوښېږي او تصادفي رابرابرېږي. په شعر کې مې موسقيت بيخي خوښ دی، زه فکر کوم چې زما په شعر کې موسقيت شته دی.
ستا د دهجرت دديار دپوښتنې په اړه، شپون صيب لوی نقاد دی، هغه يو وخت کې ماته ويل چې دهجرت شاعري دې ښه نه ده، بلکې په کلي کې دي چې ليکلی له ماښامه ترماښامه هغه ښه ده، خو دا خو ګوره بېلابېل نظريات دي، يوفرانسوي منتقدشاعر دی اندره ژید چې دنوبل جايزه يې هم اخيستې ده وايي: تاسې په دې مه خفه کېږئ، چې ستاسو له اثر سره سوړ برخورد و شو، ځکه چې کله داسې اثر وي چې خلکو ته ديو ژورناليستيک اثر غوندې ښکاره شي، نو دهغه زور بيا وروسته څرګندېږي.
يو کتاب کې مې لوستي وو، دنقد په اړه وايي، چې چېرته يو بدشاعر پيدا کېږي، لس بدنقادان هم ورسره پيدا کېږي، نو خبره دا هم ده چې هر څوک ځان ته نقاد هم نشي ويلای او بيا د نقادانو خبره دا هم ده چې دنړۍ ډېر لوی لوی نقادان دي، خپله ځانګړې سلیقه لري دچا يو انداز خوښېږي، دچا بل.
ويل شوي چې په انګلستان کې درومانتسيزم دشعر لوی شاعر لارد بایرن دی او د شعر ناپيليون بلل شوی دی، خو يو نقاد راپاڅيدلی دی يې سخت ټکولی دی. دده نه يې( شيلي ) ډېر اوچت بللی و، نو زما له انده په ادب او هنر باندې نقد ښه او ګټور ډېر دی؛ خو د تجربوي علومو غوندې ځکه په تله تللی نه دی، چې دهر نقاد په خوښه او ناخوښه کې دهغه خپله سلیقه، ذوق ور شامل دي.د چا به یو ډول مېوه خوښیږي د چا بل ډول. خبره په مېوه کې نه ده، بلکې په ذوق او سلیقه کې ده .همداسې دا خبره په آهنګونو او رنګونو کې هم ده، چې کېدای شي خپل خپل پلویان ولري.
زما لپاره بهترين نقادان د شعر ډېر شمېر هغه مخلص او مین لوستونکي دي، که هغوی ښه شعر تشريح کولای هم نشي، خو ددوی په احساس باندې ګوتې وهي او معلومېږي، چې پرهغوی يې څومره اغېز کړی دی.
يو وخت داسې خبره هم وه، چې خلکو ويل چې ښاپيرۍ ورغوي ښه نه و، بلکې چنار خبرې کوي هغه ښه و،ب يا زه پيښور کې وم، پسرلی صيب دې خدای وبښي هغوی کابل ته راغلي وو، زما دغه مجموعه کابل ته ورته رارسيدلې وه،کله يې چې (ښاپيرۍ ورغوی) لوستلی و، په شپه کې يې ورته يو ډېر شاهکار شعر ليکلی و،(دلمر کجاوه ) بيا دده دنظمونو کتاب نوم هم شو.
کابل.کام: کاروان صيب اوس کېسې ليکئ؟
کاروان: هو! کېسې ليکمه، یو څه مې لیکلې دي، خو چاپ کړي مې نه دي.هماغه ( غره ته روان سړی او له نرګسه ترنرګسه ) مجموعې چاپ شوي دي.نور څه نثرونه، چې کېسو ته ورته وو( خاطرات ) او دشاعرانو پرشعرونو مې چې ليکنې کړې وې هغه عابدصيب دوی راټولې کړې وې او دوردګو پخواني والي فدایي صاحب چاپ کړې وې.نورې ټلويزوني ډرامې مې هم ليکلي دي، دوطن باره کې څه احساساتي غوندې ليکنې دي دا مې هم ليکلي او راسره شته دي.
کابل.کام: تاسو مخکې وويل چې شعرونه مطالعه کوم، دپښتو روان شعر څنګه ارزوئ؟
کاروان: پښتو شعر ډېر ښه دی، يو خودا چې شاعران ماشاءالله بيخي پکې ډېر شوي دي، بل دا چې اثار هم پکې چاپېږي، کميت چې زيات شي کيفيت هم پکې پيدا کېږي.که چېرې کميت هم کم وي نو بيا دکيفيت کچه پکې راټېټېږي؛ خو بيا کله کله داسې هم کېږي، چې شاعري ډېره شي دخلکو زړونه ووهي او دډېرو خلکو شعرونه سره ورته شي او يو غبار غوندې شي، خو کله چې غبار کېني او پر اثار و چې څه موده تېره شي بيا وروسته خلک خپله قضاوت پرې کولی شي او څه چې دي هماغه پاتې شي.
لکه نوې ترانې او سندرې چې په اول کې ډېرې ښې لګېږي، خو وروسته چې زور پکې نه وي پخپله مري او سړې شي او ډېرې داسې وي چې وروسته کش پيدا کوي. شاعري او هنر هم دغسې دی.
کابل .کام : کاروان صيب که وروستی کلام راسره شريک کړئ خوښ به شو!
کاروان : ډېره ښه ده، وايي:
موږ ته دې ګل وخاندي موږ ته دې انسان وخاندي
موږ يو دجنګ ناروغان مونږ ته دې جانان وخاندي
زمونږه زړونه للمې للمې دي بارودو سوي
مونږ ته دې سپينې ملايکې دباران وخاندي
په اغزو بار دي لاروي دبې څرمنې وجود
ورته دې ربه دګلونو بيابان وخاندي
پر دې غمجن موسم دې راشي انقلاب دګلاب
څوک دې ارمان ته خاندي ، چاته دې ارمان وخاندي
چا غزل زرکې ته دغره دزرک نارې يادوي
په خوله يې لاس مه ږدئ په کټ کټ دې کاروان وخاندي
کابل.کام: کاروان صيب، ډېره مننه کور مو ودان، چې وخت مو راکړ!
کاروان : له تاسې هم نړۍ مننه



