هره واکمنه اداره د واکمنۍ پرمهال عقل د خپل زور تابع ګرځوي، خو وروسته پښېماندغونډې جوړوي

کابل ټکی کام ۱۹حمل، ۱۳۹۵، لیکنه: وحیدالله هاشمي مؤذن
په نړۍ کې زیاتره پېښې د هغه چا له لوري رامنځته شوي دي، چې د عقل پر ځای له زور څخه استفاده کوي.
که چنګېز خان خپل ټول تمرکز په خپل ملک او خپلو وطنوالو باندې ساتلی وای، نو تر نن پورې به چنګیزخان د نړیوالو په نظر د یو پوخ غمي حیثیت درلود، او د نړۍ ټول قومونه به د چین د نوکرانو په حیث کار کولو.
همدا شان که چیرې هېټلر له نړۍ سره داسې چلند کړی وای، چې په رښتيني ډول له خپل ملک سره مینه لري، نو نن به هم د نړیوالو په هر کور کې د جرمني جوړ توکي استعمالېدل، او د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر به د نیویارک پرځای په برلین کې وو.
که چېرې صدام حسین عربي نړۍ لپاره ځان د یوه سپاهي په شکل ښودلی وای، نو نن به په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو په ملکونو کې مشکلات کم وای، او کله به هم سترو قدرتونو دې ته زړه نه وای ښه کړی چې په اسلامي ملکونو باندې بریدونه پلان کړي.
د امریکا د دفاع وزارت په کال ۱۹۹۷ کې ډېرې نارې وکړې، چې امریکا دې خپله بهرنۍ پالیسي ته تغیر ورکړي، ګڼې په نړیواله کچه به له امنیتي ګواښ سره مخ شي. خو چا هم سر پرې ونه ګرځاوه او خپلې سرزورۍ ته یې دوام ورکړ. په نړۍ کې د امریکا حیثیت داسې وو، چې په خلاف یې چا هم فیصله نه شوای کولای، د نړیوالو له اقتصاد نیولې بیا تر کورنۍ معاملو پورې هرڅه یې تر خپل سلطئي سیستم لاندې راوستي وو.
خو اوس يې چې سد سر ته ورغی، نو یې ومنله چې په پالیسي کې بدلون راوستل پکار وو.
له عادت سره سم د امریکا هر ولسمشر چې له واکه پرېوزي، نو پر خپلو پالیسیو باندې پېښمانه ښکاري، او نورو ته توصیه کوي، چې ژر تر ژره دې بدلون راولي، ګڼي پایلې به یې ښې نه وي.
جیمي کارټر د امریکا پخوانی ولسمشر د امریکا حکومت ته د اخطار په شکل ویلي وو: «مونږ لبنان ته پوځیان لیږلي وو» که تاسې شام او اردن ته ولاړ شی، نو هلته به د امریکا پر وړاندې د کرکې طوفانونه ووینئ، او وجه یې دا ښودلې وه، چې په لبنان کې امریکا پر عامو خلکو سختې بمبارۍ کړې وې، د خلکو کورونه یې وران کړي وو، کروندې یې ورته وېرانې کړې وې، فصلونه او مالونه یې ورته له منځه وړي وو.
جیمي کارتر وايي، چې مونږ په لبنان کې خلک په ډېره بې رحمۍ او بې دردۍ سره وژلي وو، او په بیروت کې مو هم عام وګړي، ښځې ماشومان او مالونه تر خاورو لاندې کړل چې حتی هېڅ ګناه یې نه درلوده، نو ځکه خلک اوس مونږ ته د شیطانانو نسبت کوي.
د امریکا د سیاست مخالف سیاستوال چومزکي وايي، چې د امریکا زوال به د هغو مظلومو لخوا راځي، چې دوی په ظلم سره ورته وروڼه، پلرونه او یا زامن وژلي دي، او یا یې ورته اقتصادي ضربې ورکړي دي، دی وايي، چې امریکا ته پکار وه، ترڅو يې د پلار حیثیت خپل کړای وای، نه د یوه زورور وحشي حیوان چې هر کمزورۍ به داړي.
بش چې کله واک ته ورسېدو، د امریکا د عروج ورځې وې او هرڅه یې چې کول د ځان لپاره یې حق باله، او له بل سره یې همدا کار یو ستر ظلم توجه کاوه.
همدا وو چې په نړۍ کې خلک تر دوه سپږمو راغلل، او د امریکا ګټې یې تر سوال لاندې راوستې، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکایي پر وژنه خوښي څرګندېده.
کله چې د سوريې په سمندرګي کې د امریکا پر پېړیو باندې القاعده بریدونه ترسره کړل، د روسیې، جرمني، ایراني او هندي ورځپاڼو لیکلي وو، چې «د امریکا د غرور بېړۍ د سمندر تل ته ورسېده.»
همدا لاملونه وو، چې د مسلمانانو زړونو د امریکا سره د نفرتونو کور وګرځېدو، او په امریکایي ګټو باندې یې بریدونه پیل کړل. که چیرې امریکا د دې پر ځای چې له زور څخه کار واخلي، په یو سوله ییز منظم پلان باندې یې کار کړی وای، نو نن ورځ به هم د امریکا سلطئیې نظام په نړۍ باندې حاکم وای، خو امریکا دا نه شوای زغملای چې د افغانانو غوندې کمزوري خلک په نړیواله کچه لوېدلي هېواد کې داسې یو نظام پلي کړي، چې د ټولو مسلمانانو لپاره د منلو وړ وګرځي، همدا وو، چې لومړی یې د میډيا په زور د طالبانو اسلامي نظام یو وحشي نظام معرفي کړ، او وروسته یې د خپلو استخباراتي کړیو په زور د خپل ځان لپاره دا جواز پیدا کړ، چې د مسلمانانو د خوښې نظام له منځه یوسي.
کله چې امریکا غوښتل په افغانستان باندې برید وکړي، نو نړیوال سیاستوال او د روسیې پخوانی جمهور رئيس ګورباچوپ بش ته وویل، چې له دې کار دې لاس په سر شي ګڼي پایلې به یې د روسيې په شان وي او خیر به ونه ویني، خو دا چې امریکا په خپل نظامي، ټکنالوژیکي او اقتصادي قوت باندې له حد زیاته غره وه، ونه شوای کړای دا خبره درک کړي، همدا دی چې نن د زوال په لومو کې راګیر ده.


