طالبانو د کابل سروبي کې د افغان عسکرو ۶ رېنجر موټر له منځه وړي دي

کابل ټکی کام ۱۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له کابل څخه خبري منابع وایي، چې د دغه ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د وریښمین تنګي او ډبیلي پول ترمنځ سیمو کې د کابل او جلال اباد پر لویه لاره د طالبانو له لوري د افغان عسکرو پر کاروان د سپکو او درندو وسلو برید وکړ، چې له کبله یې ۶ رېنجر موټر له منځه یووړل.
طالبان وایي، جګړه نن سهار شاوخوا ۸ بجې پیل شوه، او نن ماسپښين ۲ بجې پای ته ورسېده.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ادعا کړې ده، چې د ۶ رېنجر موټرو د له منځه وړلو ترڅنګ یې ۵ عسکر وژل شوي دي، او ۱۱ نور سخت ټپيان دي.
طالبانو زیاته کړې ده، چې جنګیالیو ته یې هېڅ زیان نه دی اوښتی.


