د انجنیر حکمتیار سره په کمان کې د دولت د مخالفت غشي تمام شول

تبصره : مبصر
د څو ورځو راهېسې په رسنېو کې د دولت او طالبانو تر منځ د سولې او پخلاېنې خبرونه ساړه شویدي، نو رسنۍ نه د څلور اړخېزې کمېټې پرېکړې یادوي او نه له افغانستان سره د درې هېوادونو امرېکا، چین او پاکستان ژمنې.

د رسنېو سره د سولې په اړه د بهرنېو چارو د وزارت او د سولې د بې صلاحېته شورا وېناوې هم پای ته ورسېدې، نه نور د سولې شورا خپله بې وزلي بېانوي او نه د بهرنېو چارو وزارت، ولسمشر او د اجرائېه ریاست رئیس ډاکټر عبدالله هېله مند دي، خو د انجنېر حکمتېار د ډلې او ګوند ټول غړي آن چې تر پېاده او آشپزه پورې دولت ته راغلي او تسلیم شوي دي رسنۍ بیا د تسلیم شوې ډلې د سولې راپورنه ورکوي خو سېاستوال پرې پدې بحث نه کوي چې د تسلیم شوو سره سوله د دولت بله بې کفاېتي او کمزوري ده چې سیاستوالو او شنونکو ته پرې بحث کول عار ښکاري د دې بحثونو څخه چې د دولت او د حکمتیار دوه استازي یې کوي ځان اولس ته پدې باوري معرفي کوي چې دولت ځانله د سولې کرېډېت او حکمتیار په هېواد کې د جمعیت سره بېا ځان مقابلې ته برابروي چې نور هم د دولت او هم د افغانانو د یاد او نظره غورځېدلی دی سوله خو یواځې دولت او طالبانو ته پاتې ده نورخو ټول ګوندونه تسلیم شوي دي د تسلیم سره سوله په څه معنا ده؟

د حزب اسلامي یا انجنېرحکمتېار د ګوند سره پیاوړي پوهان، عالمان، جهادي قوماندانان او فرهنګپال وو خو د ځان غوښتنې د پالېسۍ له کبله یې ټول له لاسه ورکړل د حزب اسلامي لومړی امیرقاضي محمد امین وقاد، ارغندیوال، هلال، مزمل، جمعه خان همدرد او نور په سلګونو برجسته غړي چې د ټولو یادول دلته ناشونې ده ټول د دولت په چوکاټ کې په کار بوخت دي.

د حزب اسلامي همدا د کمان غشي و چې د حکومت سره یې پرې مخالفت کاوه نور خو حکمتیار ته پیاده او آشپز هم ندی ورپاتې چې د مخالفت یې پر سر پرې وکړي څومره غشي (غړي) یې چې په کمان (ګوند) کې وو هغه ترې وار شوي دي، البته دا د منلو ده چې د هېواد په دننه د جمعیت د مخالفت لپاره به ځان برابروي خو د ملي یووالي حکومت باید پدې پوه شي چې د چا سره هم د زور ازمایۍ او ناکامۍ وروسته چی حزب اسلامي سوله کړې ورسره یو ځای شوېدی نو ناکامي یې په برخه شوېده که د ملي یووالي د حکومت نور پر ځان د پایښت باور نه وي نو د سولې اعلان دې وکړي او کنه نور د حکمتیار سره په ګوند کې غړي نشته چې مخالفت یی پر سر پرې وکړي.

د لاس ته راغلو معلوماتو له مخې حکمتیار غواړي د عبدالله یا جمعیت سره په مخالفت د اشرف غني سره ودرېږي او یو څو غوړ پوستونه ترې واخلي او د جمعیت سره په مخالفت ځانته په هېواد کې دننه ځای پېدا کړي او د خپل نوي جوړ شوي ګوند جمعیت اصلاح د لېاری خپل پلویان زیات کړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button