پاکستان خیبر اېجنسۍ کې مېشتو کډوالو ته! «که په درې ورځو کې ونه وځئ، نو په زور سره به مو له تورخمه واړوو»

کابل ټکی کام ۲۰حمل/۱۳۹۵، هلال خاورې

په خیبر اېجنسۍ کې مېشتو افغان کډوالو ته د دغې اېجنسۍ چارواکو اخطار ورکړی دی، «که په درې ورځو کې ونه وځئ، نو په زور سره به مو له تورخمه واړوو، او کورونه به مو وېجاړ کړو.»

د خیبراېجنسۍ یوه چارواکي رحیم الله مسود ویلي دي، چې د لوړپوړو چارواکو په لارښوونه یې د دغې سیمې افغان کډوالو ته اخطار ورکړی دی.

مسود زیاته کړې ده، چې د سیمې د امنیت او ثبات په موخه به له لنډي کوتل او له نورو سیمو څخه هم افغانان وباسي.

پاکستاني چارواکي هغه افغانان چې غیرقانوني دي، په خپل هېواد کې په امنیتي پېښو کې په لاس درلودلو تورنوي.

مګر افغان حکومت د پاکستاني چارواکو دغه ادعا بې بنسټه او د کډوالی له قوانینو یې خلافه بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button