افغانان بې ځالې مارغان(دریمه برخه)/ كابل غږ

س : سیرت
شپږو اروپایي هېوادونو پرېکړه کړېده چې نور به د کډوالو په مخ خپلې دروازې بندې کړي د المان لخوا چې د کډوالو په مخ دروازې پرانېستل شوې وې د نوي مېلادي کال په لومړۍ شپه سوریایي او افغاني نوو ځوانانو دومره بدلې کړنې وکړې چې د انګلا میرکل درېځ ېې د کډوالو په وړاندی بدل کړ.
د بلې خوا اولسمشر اشرف غني وایي په بهر کې چې کوم افغان ځوانان میشت دي هغه دې خپل هېواد ته راستانه شي.
اجرائېه رئیس ډاکټر عبدالله هم په غونډو کې وایي د هېواد دننه د کار زمېنه برابروو باېد ځوانان بهرنېو هېوادونو ته ولاړ نشي.
د ۱۵ کلونو نه وروسته په هېواد کې یوازې د پلخمري د سېميټو فابرېکه فعاله شوه چې د پخوا په نسبت تر نېمایي کمو مزدورانو ته پکې د کار زمینه برابره شوه د پلخمري د سېميټو په فابرېکه کې به ېواځې نالوستي ساده افغانانو ته د کار یو څه زمېنه برابره وي دا نور ځوان نسل به څه کوي؟
په دولتي پوستونو کی خو هغه چا ته زمینه برابره ده چې د امریکا د شکاګو د پوهنتون له دروازې راوتي وي، په وزارتونو کې خو کمونست وزېران او معاونین د چین د ماویستانو په څېر لومړی خپل ګوندي ملګري ورپسې بیا نور مقرروي په داسې حال کې چې د هېواد په دولتي او نا دولتي ادارو کې ټول افغانان مساوي حقوق لري، د جرمني نه وروسته چې په نړېواله جګړه کې یې زیات وګړي وژل شوي وو افغانستان دوېم هېواد دی چې زیاتې جګړې او اولسي وګړي پکې ووژل شول، افغانان له یوې خوا نا امنېو او بې کاریو وځپلو او د بلې خوا خپل مریضان د یوه واړه مرض د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته وړي حال دا چې په نړیواله سطحه تر ټولو لوی حکیم بوعلي سېنا منل شوي دي بیا هم افغانان په داخل او بهر کې د بې ځالې مارغانو په څېر شپې سبا کوي.



