د هند په یوه معبد کې د فسټیوال پر مهال اور لګېدنې، سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۲۲حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د هندوستان سوېل کې د کیرالا ایالت پوتینګال ښار په یوه معبد کې د فسټیوال پر مهال اور لګېدلی دی، چې له کبله یې ۴۸ کسان مړه شوي، او څه د پاسه ۲۰۰ نور مرګوني ټپيان دي.

د خبرونو پر اساس، اور پرون شنبه له ماسپښین وروسته لګېدلی دی، چې د معبد ودانۍ یې له منځه وړې، او لوېدلې ده.

باید ووایو، چې په دغه معبد کې هر کال د فسټېوال په پای کې د اور لوبې مراسم ترسره کیږي.

مرستندویه ټولنو او ایالتي چارواکو ته امر شوی دی، تر څو له کنډوالې لاندې کسان راوباسي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي، چې په کلم معبد کې د اور لګېدو پېښه دومره بوږنوونکې ده، چې په تورو ورسره خواخوږي کول ناممکن دي.

مودي ویلي دي، چې د پېښې د ټپيانو حالت د اندېښنې وړ ده، او دا مهال په چورلکو کې لویو روغتونونو ته استول شوي دي.

یو شمېر رسنۍ وایي، چې پولیسو د اور لوبې مراسمو جوړوونکو ته په دغه معبد کې د اور لوبو اجازه نه وه ورکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button