
جان کیري له طالبانو غوښتي، تر څو د سولې له پروسې سره یوځای شي
کابل ټکی کام ۲۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تېره ورځ پلازمینه کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره په ګډه خبري ناسته کې د یو لړ موضوعاتو پر سر خبرې وکړې.
جان کیري د خپلو خبرو پر مهال له طالبانو څخه وغوښتل، تر څو د سولې له پروسې سره یوځای شي، او په افغانستان کې تاوترېخوالي ته د پای ټکی کېږدي.
کیري همدا راز وویل، چې دوی به د افغان ځواکونو په تجهیز کې اوږدمهال مرسته کوي.
جان کیري همدا راز د ملي یووالي د حکومت له دوه مشرانو ترمنځ د هغې موافقې چې د روان کال په اوړي کې به یې موده پای ته رسیږي، رد کړه، او ویې ویل، چې د ملي یووالي د حکومت ترمنځ سیاسي توافق پنځه کاله دی.
ولسمشر اشرف غني هم په دغه غونډه کې وینا وکړه، او روان ۱۳۹۵ لمریز کال یې دد اصلاحاتو کال وبالو.
د یادولو ده، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تېره مارچ میاشت د مخامخ خبرو اعلان شوی وو، خو طالبانو رد کړه، او سوله یې تر خپلو شرطونو پورې تړلې وګرځوه.



