د روزګان چهارچینو ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

کابل ټکی کام ۲۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د چهارچینو ولسوالۍ امنیه قومندان ولي داد رسنیو ته ویلي دي، چې د روانې میاشتې له پیله ان تراوسه پورې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

ولي داد وايي، چې طالبانو د چهارچینو ولسوالۍ د مرکز ګاونډۍ سیمو ته ځانونه رسولي دي، او د ولسوالۍ مرکز یې تر کلکې محاصرې لاندې راوستی دی.

د چهارچینو ولسوالۍ د امنیه قومندان ولي داد له قوله چې طالبانو دغې ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې مواصلاتي لارې تړلي دي، چې افغان ځواکونه او د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمبود سره مخ دي.

نوموړي همداشان مرکزي دولت ته خبردارۍ ورکړ، که جګړه د روانې اونۍ تر پایه پورې دوام وکړي، او د امنیتي ځواکونو مهمات تمام شي، نو دوی مجبور دي، چې دغه ولسوالۍ پرېږدي.

د یادولو ده، چې د روان کال له پیله د هېواد ګڼې ولسوالۍ د طالبانو له لورې د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button