
کابل کې توغندیزو بریدونو، مرګ ژوبله نه درلوده
کابل ټکی کام ۲۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره شپه د پلازمینې کابل د پولیسو د دویمې او لسمې حوزې په مربوطاتو کې توغندي ولګېدل، چې هېڅ مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.
یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه اخیستلو په شرط رسنیو ته ویلي دي، چې د لسمې حوزې په مربوطاتو کې لګېدلي توغندي د نجونو یوه ښوونځي ته زیان اړولی دی.
د یادولو ده، دا برید هغه مهال ترسره کیږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته رارسېدلی دی.



