جان کیري له کابل وروسته جاپان ته رسېدلی

کابل ټکی کام ۲۲حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د کابل له سفر څخه وروسته جاپان ته نن یکشنبه رسېدلی دی.

جان کیري جاپان ته د ۷ سترو اقتصادي قدرتونو په غونډه کې د ګډون لپاره تللی دی.

دغه غونډه چې د جي۷ په نوم سره یادیږي، دوه ورځې به په هیروشیما کې دایره شي.

په دغه غونډه کې به د ترورېزم، اوکراین، شمالي کوریا، منځنی ختیځ او د پناه غوښتونکو د بحران په شمول به د نړۍ پر یو شمېر مهمو مسألو خبرې اترې وشي.

خبرونه وايي، چې په دغه غونډه کې به د اوو سترو اقتصادي قدرتونو (برتانیه، کاناډا، جرمني، ایټالیا، جاپان او فرانسه) د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

ویل کیږي، چې جان کیري د امریکا تر ټولو د یوه لوړ پوړي چارواکي په توګه به په تاریخ کې د نړۍ د اټمي بم لومړنیو قربانیانو ته درناوی په ځای کړي.

د یادولو ده، چې په ۱۹۴۵میلادي کال د اګست په ۶مه نېټه په هیروشیما ایالت کې د امریکا بې-۲۹ الوتکې اټمي بم وغورځوو، او له دې بم غورځولو درې ورځې وروسته بل اټمي بم د جاپان ناګاساکې ښار کې وغورځېدو، چې د دغه ښار د مکمل وېجاړېدو ترڅنګ ۸۰ زره تنه ووژل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button