
مشرانو جرګه: د جان کیري له لورې د افغانستان برخلیک ټاکل، زمونږ لپاره ستر شرم دی
کابل ټکی کام ۲۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په کابل کې د ملي یووالي حکومت موافقه د دوو نه پنځو کلونو ته پورته کړه.
جان کیري پرون وویل:
«د ملي وحدت موافقه د دوو نه، بلکې د پنځو کلونو لپاره ده.»
د جان کیري دغو څرګندونو د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو غبرګونونه راپارولي دي.
مشرانو جرګې د جان کیري د وروستیو څرګندونو په اړه وویل، چې د ملي یووالي حکومت د موافقې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرجان کیري څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار نن یکشنبه په عمومي غونډه کې د جان کیري له لورې د افغانستان د برخلیک په اړه وروستۍ پرېکړې د شرم وړ وبللې.
ښاغلي مسلمیار وویل:
« زه افسوس کووم او عار یې ګڼم چې د یوه بهرني هېواد د بهرنیو چارو وزیر راځي او موږ ته برخلیک ټاکي دا موږ ته د عیب خبره ده دا د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده، دا کار خپله جمهور رییس او اجراییه ریس هم کولای شول چې خلکو ته یې ډاډ ورکړی.»
باید ووایو، وړاندې افغان چارواکو د ملي یووالي حکومت موافقه دوه کاله بللې وه، او د دوو کلونو په پوره کېدو سره به لویه جرګه راغوښتل کیږي، او اجرائیه ریاست به صدارت ته اړوي.
سناتورانو ویلي دي، چې د هېواد مهمې سیاسي چارې باید افغان چارواکي فیصله کړي، نه بهرني چارواکي.
جان کیري د ملي یووالي حکومت عمر داسې مهال غځوي، چې پر حکومت د خلکو تر سختو انتقادونو لاندې دي.



