شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

صلاح الدین ایوبي ، صلاح الدین رباني ، او صلاح الدین حکمتیار

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اپریل 10, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
7
ځلې شریک شوی
91
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

لیکنه : ډاکټر آصف

 له هغې ورځې نه چې په افغانستان کې د کمونست رژیم او قطبي خرسانو (روسانو)  په مقابل کې د اسلامي نهضت مخکښانو د مسلمان ملت په پوره ملاتړ وسلې ته لاس کړ نو د اسلام قسم خوړليو دښمنانو ته یې داسې فولادي او غاښ ماتوونکي ګوزارونه ورکړل چې کله به یې هم هېر نشي او هغه د خوشال بابا په وینا چې:

لا تر اوسه یې ماغزه په قرار نه دی

چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی

 خو په دې اغزنه لاره کې دغه فقیر او ناتوانه ملت نږدې یونیم ملیون شهیدان نذرانه کړل، یونیم ملیون نور معیوب شول، یتیمان شول او میندې بورې او میرمنې کونډې شوې.

 نو د ۷ جهادي ګوندونو له جملې نه دوه ګوندونه هر یو: حزب اسلامی او جمعیت اسلامی چې تر ټولو غښتلي او مخکښ ګوندونه ګڼل کېدل او سره له دې چې پیاوړي ګوندونه وو خو په خپلو کې د سخت رقابت ښکار هم وو، دې دوه ګوندونو تل په هره قضیه کې کله له مثبت او کله هم له منفي رقابته کار اخیستی دی، آن تر دې چې د جمعیت اسلامي د مشر ښاغلي استاد برهان الدین ربانی او د حزب اسلامي د مشر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار په کورونو کې نارینه ماشومان وزېږېدل نو د خپل رقابت په بنا یې د صلاح الدین په نومونو ونومول، دا ددې لپاره چې دغو داوړو ملت او هم خپلو نړیوالو تمیولوونکو (عربی دوستانو) ته دا ښودله چې ګوندې دوي د اسلام د ستر فاتح صلاح الدین ایوبي نه متاثره دي او غواړي چې اولادونه یې د صلاح الدین ایوبي پر پل باندې پلونه کېږدي او بالآخره فلسطین به د غاصبو یهودو له منګولو همغسې وژغوري لکه  صلاح الدین ایوبی چې آزاد کړی و ؛ نو ځکه ایوبي د دوي او د دوي د اولادونو لپاره قدوه او الګو ګرځول غواړي په دې معنی چې د افغانستان له آزادۍ وروسته به آرام نه کېني بلکه له یهودو سره به جګړه پیل کوي او د بیت المقدس او مسجد الاقصی په آزادۍ به لاس پورې کوي.

خو متاسفانه چې د وخت په تېرېدو او بدلېدو سره اوس دغه مفکورې هم بدلې شوې دغه کرکټرونه هم بدل شول او د دغو صلاح الدینانو پلرونه او د هغوی تحریکونه هم بدل شول او د بیت المقدس آزادي خو لا پرېږده چې افغانستان یې هم په لوی لاس د صلاح الدین ایوبي دښمنانو ته په لاس ورکړ او برسېره پر دې پخپله هم د یو څو ډالرو په مقابل کې د هغوی په چوپړ بوخت شول.

 د یوه صلاح الدین پلار چې له خپلې اصیلې مفکورې نه انحراف وکړ نو لومړی یې د تاجکستان مجاهدین تېر ایستل او دتاجکستان د اسلامي نهضت ګوند ټول غړي یې امام علي رحمانوف ته د سولې په نوم لاس تړلي په لاس ورکړل چې نن په تاجکستان کې نږدې ۲۰۰۰ مسجدونه د مونځ ګذارو په مخ وتړل شول او له ۱۸ کلنۍ ښکته هلکان مسجدونو ته له تللو منع کړای شول او د تاجکستان د اسلامی نهضت مخکښان او غړي یا ووژل شول او یا د زندان د تورو تمبو شا ته واچول شول.

  نو اوس صلاح الدین ربانی خو بیا هیڅ ګرم نه ګڼل کېږی چې د خپل پلار له انحراف نه دوه قدمه ور آخوا تېر هم شي.

د صلاح الدین پلار ښاغلی رباني د وخت تیندکونو دومره وقهرولو او کینه کښ انسان شو چې نصاری خو پرېږده آن چې یهودو ته یې هم د ورورۍ لاسونه وغځول، نو ځکه یې اوس صلاح الدین ربانی هم د صلاح الدین ایوبی له دښمنانو سره په یوه دسترخوان ډوډۍ خوري، او د هغوي د اسلام ضد او افغانیت ضد پلانونو او کړنو  ته د تایید سر ښوځوي.

 پرون دغه صلاح الدین ربانی د امریکا د خارجه وزیر جان کیري سره په خپلو خبرو کې وویل چې دی به د ډیموکراسۍ مطابق د ښځو او بشري حقوقو ساتنه کوي (څه ډول یې چې یهود او نصارا غواړي).

 پاتې شو صلاح الدین حکمتیار، دی خو لا تر اوسه چوپه خوله دی او د یوه نیک انسان ګمان پرې کېږي او خدای دې یې همداسې نېک پاتې کړي، خو خلک اوس په دې شکي شوي دي چی په دې ورستیو کې د ده د پلار یو پلاوی د غني د لاسپوڅي دولت سره په مذاکراتو بوخت دی او ویل شوي دي چې په مذاکراتو کې تر اوسه پورې ایله دومره پرمختګ شوی دی چې د حکمتیار پلاوی له یوه مهم شرط نه تېر شوی دی چې هغه د افغانستان نه د بهرنیو پوځونو وتل وو.

دا په دې معنی چې نوموړی هم نور له خپل اصیل دریځ نه انحراف کړی چې هغه په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو په نه وتلو رضائیت ښکاره کول دي.

اوس دې خدای خېر کړي چې د حکمتیار صلاح الدین به خپلې چوپتیا ته دوام ورکړي او کنه؟

او یا دی به هم د رباني  صلاح الدین سره د رقابت په وجه له ده نه یو څو قدمه وړاندې شي او بالآخره د صلاح الدین ایوبي روح به په قبر کې وزوروي.

مخکینې مطلب

مشرانو جرګه: د جان کیري له لورې د افغانستان برخلیک ټاکل، زمونږ لپاره ستر شرم دی

بل مطلب

لمونځ څرنګه اداء کړم؟ (اتمه برخه)

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com