جان کېري لاسوهنه نه کوي د ملي ېو والي حکومت چلوي

تبصره : مبصر

د امرېکا د بهرنېو چارو وزیر جان کېري چې په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی او دلته یې د حکومت د مودې د غزولو وېنا وکړه نو ېو نیم له سیاسته ناخبره اشخاصو وروسته له هغې د هغه په وینا نېوکې وکړې چې جان کېري له کابل نه تللی و.

لکه څرنګه چې د کابل ښار بې ښارواله چلېږي نو همدارنګه د افغانستان ټول نظام بې سیاستواله چلېږي، د نړۍ ټول هیوادونه د نظام چلونې لپاره خپل پاخه سېاستوال او نظامېان لري خو ېوازېنی هېواد افغانستان دی چې نظام یې امرېکا چلوي.

 یو شمېر اشخاصو دا هم ویلي دي چې جان کېري زمونږ په کورنېو چارو کې لاس وهنه کوي،  نو د شرم ځای دی، چې ېو انسان په اولسي جرګه کې ناست وي او دومره له سېاسته او پوهې لرې وېنا کوي چې زمونږ په کورنېو چارو کې مداخله کوي،  جان کېري مداخله نه کوي بلکې د ملي ېو والي حکومت ټول نظام د جان کېري په لاس کې دی د ملي ېو والي حکومت خو اصلاً جان کېري جوړ کړی دی.

نو د حېرانتېا خبره ده چې ځېنې افغانان تر اوسه د لاسوهنې، مداخلې او ټول واک تر منځ توپېر نشي کولی د افغانستان د ځمکې او هوا ټول واک، اختېار او نظام د امرېکا د بهرنېو چارو وزېر جان کېري په لاس کې دی د شرم ځای دی چې ېو غلام د خپل بادار په مقابل کې ووایي چې بادار مې زما دژوند کولو په واک لرلو کې خبرې کوي.

په افغانستان کې د نظام چلولو او د سیاستوالۍ هیڅ څوک پاتې ندی افغانستان بې سېاستواله هېواد دی، د افغان اولس د ژوند برخلېک د امریکا په لاس کې دی .

د کوم هېواد کلنۍ بودېجه، د کال د ژوند او حکومت کولو پلان چې د چا په لاس کې وي هغې ته څوک لاسوهنه نه وایي بلکې هغه د افغانستان د ټول نظام واکمن واي.

د امرېکا د بهرنېو چارو وزېر د افغانستان موجوده واکمن دی، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله یې مامورین دي، دفاع وزیر ته اړتېا نلري چې افغان مقرر کړي تر اوسه پورې یې جنرال کمپل ؤ اوس یې د دفاع وزیر جنرال نکلوېسن دی.

که جان کېري د ملي يووالي د حکومت د مودې په غزولو وېنا کړې ده، دا د هغه ماموريت دی، جان کېري د خپل ماموریت لپاره امریکا رالېږلی و او هغه د خپل ماموريت په ادا کولو سره ډاکتر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ته خپل خپل کارونه حواله کړل او لاړ.

د ولسي جرګې غړي تر اوسه پدې ندي پوهېدلي چې د دې هېواد واکمن جان کېري دی! .

 افسوس زمونږ په حال چې په ټول هېواد کې مو قحط الرجالي راغلې ده او ېو سېاستوال نلري چې د لاسوهنې او واکمنۍ ترمنځ توپیر وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button