ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
له عذر پرته د رمضان المبارک روژو نه ساتل
پوښتنه : له شرعي عذر پرته د رمضان المبارک روژو نه ساتلو وعيد څه دى؟.
ځواب : له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کوم کس چې له عذر او ناروغي پرته د رمضان المبارک يوه روژه هم پريږدي هغه که ټول عمر روژه ونيسي نو د دې تلافي نشي کولاى (يعنې په نورو وختونو کې د روژې په نيولو سره اګر که فرض اداء کيږي، مګر د رمضان المبارک د فضيلت او برکت حاصلول ممکن نه دي) ([1])
مستحب روژې کومې دي
پوښتنه : مستحب روژې کومې دي؟
ځواب : له فرض، واجب او سنت روژو وروسته نورې ټولې روژې مستحب دي، ليکن ځينې روژې داسې دي چې په هغو کې ډير ثواب دی لکه د شوال شپږ روژې، د شعبان د پنځلسم تاريخ روژه، د جمعې د ورځې روژه، د دوشنبې ورځې روژه او د پنجشنبې ورځې روژه ([2]).
د رمضان المبارک په ورځو کې د هوټل خلاصول
پوښتنه : په رمضان المبارک کې د ورځې د هوټل خلاصول څرنګه دي؟ هوټل ته د ملت او مذهب له تفريق پرته هر ډول خلک راځي، که چيرته يې خلاصول ناروا وي نو آيا يوازې د غير مسلمو لپاره خلاصيدلاى شي او که نه؟.
ځواب : د رمضان المبارک مياشتې د احترام په خاطر په ورځ کې د هوټل بندول ضروري دي، خوراک کونکي او څښونکي خلک که د هر مذهب وي ([3]).
مکروه روژې کومې دي
پوښتنه : مکروه روژې کومې دي؟
ځواب : د شنبې (هفتې) روژه، يواځې د عاشوراء د لسم تاريخ روژه، د نوروز ورځې روژه، ښځې ته د ميړه له اجازې پرته نفلي روژه، دا ټولې مکروه دي ([4]).
د رمضان څلور عملونه
حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک نقل کوي چې په رمضان المبارک کې څلور شيان په کثرت سره کوئ، دوه خبرې داسې دي چې تاسو د هغو په ذريعه خپل رب جل جلاله راضي کړى او دوه خبرې داسې دي له کومو چې تاسو بې نيازه کيدلاى نشى، لومړنی دوه خبرې د کومو په ذريعه چې تاسو خپل رب جل جلاله راضي کولاى شى دا دي : د (لا اله الا الله) ګواهي ورکول او استغفار کول، او هغه دوه شيان له کومو چې تاسو بې نيازه کيدلاى نشى دا دي چې تاسو له الله تعالى جل جلاله څخه د جنت سوال کوى او له دوزخ څخه پناه غواړى ([5]).
کومې روژې حرامې دي
پوښتنه : کومې روژې حرامې دي؟
ځواب : په ټول کال کې پنځه روژې حرامې دي، د واړه اختر او لوی اختر دوه روژې، د تشريق ورځو دری روژې، د تشريق ورځې د ذالحجة يوولسم، دولسم او ديارلسم ورځې دي ([6]).
د روژه دار لپاره پرهيز
له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کوم کس چې د روژې په حالت کې بيهوده خبرې (لکه غيبت، بهتان، تهمت، کنځل کول، لعن طن، غلطې خبرې او وغيره) او د ګناه کار پرې نښود نو الله تعالى جل جلاله ته د دې هيڅ حاجت نشته چې همداسې کس خپل خوراک او څښاک پريږدي.
له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : يو شمير روژه دار دي چې هغوى ته له خپلې روژې څخه پرته له تندې او لوږې بل هيڅ حاصل نه دي، ځکه چې هغوى په روژه کې هم بد ګوئي، بد نظري او بد عملونه نه پريږدي، او يو شمير په شپه کې قيام کونکي (تهجد کونکي) دي کومو ته چې له خپل قيام څخه پرته له پورته کيدا بل هيڅ حاصل نه دي.
له حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : چا چې د رمضان المبارک روژه ونيوه، د هغې حدود يې وپيژندل، او له کومو شيانو څخه چې پرهيز کول پکار دي له هغو څخه يې پرهيز وکړ، نو دا ډول روژه د هغه د تيرو ګناهونو لپاره کفاره ده ([7]).
په رمضان کې روژه نه نيول او په ښکاره خوراک او څښاک کول
پوښتنه : که يو کس په رمضان المبارک کې له شرعي عذر پرته روژه نه نيسي او په ښکاره خوراک څښاک کوي حکم يې څه دى؟.
ځواب : داسې کس فاسق او د اسلامي شعائرو اهانت کونکى دى، خليفه دې داسې بېباک او بې حياء ته د قتل سزا ورکړي، په درمختار کې راغلي : که چيرته يو کس له شرعي عذر پرته روژه نه نيسي او قصداً په ښکاره خوراک څښاک کوي نو د اسلام د خليفه په حکم سره دې ووژل شي ([8]).
د رمضان په مياشت کې روژه نيول څومره ثواب لري
پوښتنه : د رمضان په مياشت کې روژه نيول څومره ثواب لري؟
ځواب : په رمضان کې روژه نيول ډير ثواب لري او ډير فضيلتونه يې په احاديثو کې راغلي دي، مثلا رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې په رمضان کې خاص د الله تعالی د رضامندي لپاره روژه ونيسي د هغه تير ګناهونه ټول معاف کيږي، په يوه بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي ! د روژه دار د خولې بوی خدای تعالی له مشکو هم بهتر دی، په دريم حديث کې دي چې الله تعالی فرمايي ! روژه خاص زما لپاره ده او زه په خپله د هغې اجر او ثواب ورکوم، همدا شان نور ډير فضيلتونه يې په احاديثو کې راغلي دي ([9]).
([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٠٤، بحواله : مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، باب تنزيه الصوم، الفصل الثاني، ص : ١٧٧.
([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٣.
([4]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٣.
([5]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٠٤، بحواله : الترغيب والترهيب، ج : ٢، ص : ٩٥.
([6]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٤.
([7]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٠٦، بحواله : مشکوة المصابيح، باب تنزيه الصوم، الفصل الاول، ص : ١٧٦، الترغيب والترهيب، ج : ٢، ص : ١٤٧، الترغيب والترهيب، ج : ٢، ص : ٩١.
([8]) فتاوى رحيميمه، ٧ : ٢٩٤، بحواله : شامي، ج : ٢، ص : ١٥١.


















