
عمري عملیات
لیکنه: ابوعمر مبارز
ستاسپینې مبینې اوځوانې لښکرې
عمره په پله دې روانې لښکرې
اسلامي امارت معمولاً هر کال همدا شپې او ورځې دبهرنیو اشغالګرو او کورنیو مزدورانو په خلاف نوي عملیات له نوي نوم سره پیلوي چې بیاټول کال په بیلا بیلو شکلونو روان وي او هرو عملیاتو یې خورا ډیر بریالیتوبونه ترلاسه کړي لکه: نصرت، بدر، الفاروق خیبر، عزم او پرون یې خپل نوي عملیات دعمري عملیات په نوم اعلان کړل چې دسهاردپنځوبجو څخه دالله اکبرپه ملکوتي نعرو پیل اوترماښامه یې دټول هیوادپه کچه په سلګونو لوی او واړه بریدونه په بهرنیو اشغالګرو اوکورنیو اجیرانو ترسره کړل اسلامي امارت داځل نوي عملیات دخپل پخواني مشر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله نوم ته منسوب کړي.
هسې خو هرښه او بدنوم خپل اثرات لرې ښه نوم ښه اثرات او بد نوم بد اثرات .
رابه شم دعمرنوم او اسلامي تاریخ ته داسلام دوهم خلیفه حضرت عمربن خطاب رضي الله عنه داسلام هغه ستره هستۍ وه چې تاریخ به یې ترقیامته پورې ځلاند ساتي هغه رضي الله عنه څخه ان شیطانان هم ویریدل اوپه قرآن کریم کې څوځایه دحضرت عمررضی الله عنه په رایه ایاتونه نازل شوي، هغه رضی الله عنه دهغو لسوصحابه کرامورضی الله عنهم اجمعین په ډله کې وچې په دنیاکې پرې دجنت زیری شوی وهغه یوعادل خلیفه و چې تل یې له ظالمانو څخه دمظلومانو حق اخیستی و دعمررضی الله عنه دخلافت په زمانه کې داسلامي خلافت ساحه ډیره پراخه شوه دکسرا اوقیصر سلطنتونه ونړیدل اواسلامي لښکرې ان داورپاتر دروازو ورسیدې داسلام په زرین تاریخ کې دوهم عمربن عبدالعزیزو چې داموي خلافت لخوا دمدینې منورې والي وهغه رحمه الله تابعی اوډیرعادل سړی و تاریخ لیکي چې دده مبارک ترواک لاندې سیموکې دزکات مستحق څوک پاتې نه شومالدارانوبه خپل زکاتونه په غرونو اوبیابانونوکې اچول ترڅویې مارغان اونور ځناور وخورې یعنې ځناورهم دده په واکمنۍ کې ماړه ول داسلام په تاریخ کې دریم عمر امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله و چې تاریخ به یې تل پاتې کارنامې کله هم هیرې نه کړې تاریخ به ولیکي چې دروسانوله وتلو وروسته افغانستان کې دسیالوډلولخوا خپل مینځې جګړې رامینځ ته شوې چې دافغانستان مسلمان اولس ترې سخت په تکلیف ودچاسرمال اوان ناموس هم نه و خوندي ملامحمدعمر په الله جل جلاله توکل وکړاوپه ډیرلږوخت کې یې دګران هیواد حالات په کنټرول کې راوستل اوله پیړیو وروسته یې پکې یواسلامي نیظام قایم کړ، تاریخ به ولیکي چې داسلامي نړۍ مظلومانو افغانستان ته پناراوړه کفري نړۍ یواسلامي نیظام نه شوزغملې شهیداسامه رحمه الله اومهاجرین یې بهانه کړل ملامحمدعمر اسلامي غیرت وکړخپل امارت یې له عرب مهاجرینو قربان کړخومهاجرین یې صلیبیانو ته ونه سپارل هوتاریخ به ولیکې چې ملاعمر دوفات ترورځې دکفرې نړۍ په خلاف کلکه مقابله وکړه دالله جل جلاله په مرسته یې له خپلو مجاهدینوسره صلیبي بلاک دړې وړې کړاودافغانیستان ډیره برخه یې له کفارو اوغلامانوڅخه ازاده کړه اوس چې ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله نشته دعالیقدرامیرالمؤمنین ملااخترمحمدمنصورحفظه الله په قیادت کې داسلامي امارت لخو تفاؤلاً عمري عملیات اعلان شوي ان شاءالله دتیروکلونوپه څیربه مثبت نتائج ولري سږکال به ان شاءالله دصلیب اوغلامانو وروستی کال وي اوټیټې سترګې اوزیړمخونه به زموږ له پاکې اسلامي خاورې څخه تښتي.
وماذالک علی الله بعزیز
—-پورتنی لیکنه د لیکوال خپل نظر دی د ادارې موافقت ورسره شرط ندی–



