
ولسمشر کډوال د هېواد د ودانۍ لپاره راغواړي که د جګړې لپاره؟
په رسنيو کې ، چې وخت په وخت اروپايي هېوادونو ته تنکي ځوانان او ياټولې کورنۍ د يونان او ترکيې تر سمندري مرګونو لارو تيرېږي، ولسمشر اشرف غني له اوږده انتظار وروسته وويل ، چې اروپا ته تللي افغان ځوانان دې خپل هېواد ته راستانه شي ، اشرف غني دا هم ورسره زياته کړه، چې د هېواد د ابادۍ لپاره دې مټې راونغاړي او خپل هېواد دې ودان کړي.
د اشرف غني لخوا خپل ځوان نسل ته دا وينا د رسنيو په قول د خوا خوږۍ ويناده ؛ خو پخپله ولسمشر ويلي ، چې خواخوږي ورسره نه لرم ؛ ځکه چې دولت پرې ملينونه ډالر لګولي دي .
د ۲۰۱۴ز کال راپه ديخوا چې په هېواد کې نا امني يوې خوا او بې روزګاري له بلې خوا زياته شوې ده ؛ د تېرو ۱۳ کالو په پرتله څلور چنده افغان ځوانان له هېواده د اروپا په لور وتلي دي.
د يوې سروې له مخې يوازې په جرمني کې تر ۱۵۴۰۰۰ پورې افغانانو پنا اخيستې او يا د پنا اخيستو په تمه شپې سبا کوي.
له يوې خوا په هېواد کې ، چې ۱۴کاله د ډالرو باران وريده او په ۱۵ کال لږ څه د ډالرو باران غلی شو ؛ افغانانو د بې روزګارۍ له امله په کډه کولو پېل وکړ، چې د ۱۵ کالو په موده په افغانستان کې خپله بريښنا نه لرو ؛ بلکې د بهرنه د سوال بريښنا ته ناست يو ، هغه هم که وغواړي په يوه بټن وهلو سره د کابل ټول ښار او نږ دې پرتې سيمې راباندې تياره کولای شي.
له بلې خوا په هېواد کې د کورنيو ستونزو او جګړو له امله د کورنيو کډوالو شمېر هم يونيم مليون ته ورسده ، چې د تېرو ۱۵ کالو په موده کې د ۱۴ ولاياتو جګړو ځپلې کورنۍ خپلو کورونو ته بېرته نه دي ګرځيدلي .
افغان کډوال او ځوان نسل ، چې هېواد ته راستانه شي په هېواد کې به د بې روزګارو شمېر نور هم زيات شي او د جګړې ليکې به پرې ډکې کړل شي.
همدا اوس هم چې په جګړو کې وژل کېږي د دواړو خواو افغانان او ځوان نسل دی.
ولسمشر ځوان نسل د څه لپاره راغواړي ؟
هېواد په څه اباد کړي ، د ابادۍ وسايل له کومه کړي، د فابريکو لپاره بريښناله نورو هېوادونو په لمن کې راوړي ، په شتو اوبو او پراخه سيندونو کې د ۱۵ کالو په تېريدو سره په هېواد کې بريښنا د نيمې اړتيا لپاره هم برابره نشوه ، ولسمشر غني افغانان د هېواد د ابادۍ لپاره نه ؛ بلکې د جګړې لپاره يې راغواړي.
د ملي يوالي په حکومت کې ۶۹ سلنه وګړي د لوږې په بدترين حالت کې ژوند کوي ، دولس ۸۱ سله وګړي د ملي يوالي له حکومته ناراضه دي ؛ ځکه خو په برتانيه کې افغان ځوانان هېواد ته نه راليږلو له وېرې له کورنو بهرنشي راوتلای.
هغه افغانان چې له برتانيې او نورو هېوادونو يې بيا راستنه وي د مرغانو په څېر په يوه او بله ونه شپې تېروي ، دا به د ملي يوالي د حکومت لپاره ډېره خوشبختي وي ، چې د ۲۰۱۶ز کال تر پای پورې دوام وکړي.



