
۲۰۱۶ ز، د شپږ لکه اته څلويښت زره افغانانو د وژنې کال
« سرليکنه »
په هغو هېوادونو کې چې جګړې روانې دي ، ولسي وګړي له کورنو بې ځايه کېږي ، په جګړو کې وژل کېږي ، ماشومان يې د نه درملنې له امله مري ، د وخت د واکمنو او مخالفو وسله والو تر منځ جګړو کې مري او يا يې ولسي وګړي د نورو بشري ستونزو سره مخ وي بېلا بېلې ادارې يې کلنی راپور وړاندې کوي ، چې په افغانستان کې هم هرکال د امنیت شورا له پروګرام سره سم د مرګ ژوبلې شمېره ښودل کېږي .
کال په کال د مرګ ژوبلې سلنه زياتېږي ، کله په دولتي ځواکونو او سيمه ييزو پوليسو او کله په وسله والو طالبانو د سروې مامورين د راپور په پای کې پړه وراچوي ، چې د معمول سره سم هر کال دولت او طالبان دواړه پرې وراچول شوې پړه رد کړي.
دا څرګنده نشي ، چې ولسي وګړي چا ووژل ؟
نه يې وژونکي په ګوته شي او نه يې د وژنې جرم ؛ خو افغانان ښځې ، ماشومان او د پاخه عمر خاوندان ووژل شي. هر کال تقريبا ۵۰۰۰ ياله ۵۰۰۰ زياتو کسانو د وژلو راپور د سروې په پای کې ورکړل شي ؛ خو قاتلين يې پټ پاتې شي.
امريکايي نظاميان په خپلو مرکو کې د افغانستان جګړه نا تمامه معرفي کوي، وايي: ترڅو چې په نړۍ کې ترهګري وي په افغانستان کې به يې پر خلاف جګړه روانه وي.
داسې ښکاري چې د نړۍ جګړې امريکا د افغانستان پورې تړي ؛ ځکه خو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مسؤلين وايي : په افغانستان کې يواځې د جګړې لامل نه ؛ بلکې د بې روزګاريو ، د جګړو له امله د بې کوره شويو ، د شپږ ډول ساري او غير ساري ناروغيو چې پکې د شکرې او رواني مرض اخته کسانو شمېر زيات ښودل شوی؛ د مرګ انديښنه شته.
د ملګرو ملتونو د (يو اين ايف پي اې) ادارې ويلي ، چې په دې کسانو کې د طبيعي پېښو ځپلې کورنۍ هم شمېرل شوي دي او شمېر يې شپږ لکه ۴۳ زره تنو ته رسيږي.
د کالنۍ سروې له مخې ، چې د جګړو ۵۰۰۰ وژونې هم ورسره شي ؛ نو شپږ لکه اته څلوښت زرو کسانو د مرګ انديښنه شته. د يادې ادارې مسؤلينو په خپل راپور کې ويلي ، چې دا شمېر کسان د ژوند د سخت حالت سره مخ دي ، چې ماشومان به يې حتمي د مرګ سره مخ شي.
له ۲۰۰۱ کال راپه دېخوا، چې امريکا پر افغانستان يرغل کړی دی تر يو ميليون زيات کسان د هېواد په داخل کې بې کوره شوي دي ، چې زياتو ماشومانو او اميدارو ميندو د ماشومانو د زيږون پرمهال ژوند له لاسه ورکړی دی.
سروې د کندوز د ښار د پېښې د وژل شويو شمېر۲۹۰ تنه او بې ځايه شويو کورنيو شمېر يې ۱۵زره ښودلی دی. تراوسه پورې خو د وژل شويو کسانو د وژنو لاملونه په څرګند ډول نه دي په ګوته شوي ؛ خو دا سروې دا مرګونه د موجوده حکومت کمزوري په ګوته کوي.



