
منډې او رامنډې
ډاکټر آصف
د طالبانو د حکومت پر مهال په کابل ښار کې د یوه واټ په غاړه مې قدم واهه چې ناڅاپه مې مخې ته د خلکو بهیر ولیدو چې په منډو او ځغاستې زما خواته رارهي دي، زه لږ وېرې واخیستم چې حتما څه پېښه ده، خو کله خلک چې رانږدې شول نو چې له هر یوه نه مې پوښتل چې څه کیسه ده؟
ټول دومره ستړی وو چې هیڅ یوه هم ځواب نه راکاوه، د ځېنو ځېنو له خولې مې یواځې همدومره اورېدل چې خدایه خیر وکړې! نو د دې خبرې په اوریدو سره زما د وېرې او ډار فیصدي لږ غوندې نوره هم زیاته شوه، خو بالآخره زه هم ورسره په منډو شوم، منډې منډې منډې، چې بالآخره یوه چوک یا څلور لارې ته ورسیدو، کله چې د چوک منځ کې خلک لږ غوندې ورو شول، ما زړه کې ووېل چې لکه چې خدای خیر کړ.
ګورم چې د مخامخ سرک لخوا نه نور خلک زمونږ خواته منډې راوهي چې بالآخره مونږ او هغوي سره په چوک کې یوځای شوو او یو دم ټولو پر کیڼ خواته سرک منډې کړې، ما هم ورسره منډې کړې، منډې منډې منډې او همداسې منډې چې بالآخره یوه بل چوک یا څلور لارې ته ورسیدو، ګورو چې هلته نور خلک بیا منډې راوهي، او ښی خواته سرک باندې مو بیا سره منډې کړې منډې منډې مندې آخر مې یوه ته وویل چې یه وروره آخر دا څه خبره ده؟
هغه وویل وروره بس دا وایه چې خدای دی خیر کړي، نو د دې خبرې په اوریدو سره زما وېره ۱۰۰٪ ته ورسیده، چې په همدې کې د یوه بل چوک سر ته ورسیدو نو ډیری خلکو پوښتنې پیل کړې چی وه وروڼو دا څه خبره ده چې منډې او را منډې وهئ؟ آخر یوه وویل چې طالبان وایی چې لمونځ وکړئ، او خلک مسجدونو ته بیایي.
د دې خبرې په اوریدو ټول حیران شوو، او ومو ویل چې: لاحول ولا قوة الا بالله. نو په دې کې څه خبره ده؟ خو ځئ چې مسجد ته ننوځو او لمونځ وکړو کنه نو دومره منډو ته څه ضرورت دی؟
نورو ویل: دا خو یې څه بده خبره نده کړې چې تاسې ورنه دومره منډې وهئ چې نور خلک مو هم له ځان سره په منډو کړي دي. او ځېنې خو لا خبر هم نه دي خو یواځې د منډو سره منډې او را مندې وهي.
اوس چې د حکمتیار صیب د منډو تاریخ ته نظر واچوو، نو همدغه ډول کېسه د سړي سترګو ته شي، حکمتیار صیب چې کله طالبانو د میدان ښار نه را په منډه کړ او نیغ چارآسیابته ورسیدو، نو چې چارآسیاب کې د حکمتیار موقعیت هم د رباني د حکومت د الوتکو لخوا د بمبار لاندې ونیول شو او هم طالبانو پرې برید پیل کړ نو د چارآسیاب نه یې د سروبي خواته منډې کړې او د چارآسیاب انډیوالانو یې هم ورسره منډې کړې چې بالآخره سروبي ته ورسیدل.
کله چې طالبانو ورپسې سروبي ته مخ کړه نو حکمتیار صیب + د چارآسیاب انډیوالان+ د سروبي انډیوالان ټولو کابل ته منډې کړې، خو چې کله شهید ملا بورجان ورپسې د سروبی د کابل په طرف د خپلو ځواکونو سره ور رهي شو نو حکمتیار صیب+ اڼدیوالان یې + ربانی+ سیاف+ مسعود+ دوستم+ ټولو شمالي ته منډې کړې.
اوس دې خدای د ملی یووالي حکومت ته هم خیر کړی ځکه حکمتیار صیب ورسره مذاکرات شروع کړي دی چې د رباني د حکومت په څیر دا حکومت هم له ځان سره په منډو نه کړي، او که په منډو یې کړي نو دا یو نیک شګون ګڼو ځکه چې ۸۰٪ مرور اولس به یې له شره خلاص شی.



