زمونږه زړونه بدلوه خبرې !

شعر : راشد
کله ناکله خو کوه خبرې
زمونږه زړونه بدلوه خبرې !
په تصور د مال دولت او زرو
د زاهد زړه مه کړوه خبرې !
پام چې پېغور د اَسارت ور نکړې
دلته زلمي به کړې غوسه خبرې !
د تاريخ لوی کور کې به ځای نلري
که دې ځوانان نکړل جذبه خبرې !
د فسق پاڼې او ټپې ترې تم کړه
مَی د اخلاقو ورکوه خبرې !
راشد په مينه دی حجاز ته روان
که الله وکړي ورته دوه خبرې !!!



