
په روانه ډيموکراسۍ کې د جنسي اړيکو زمينه سازي
« تبصره »
د افغانستان په شاهي نظام کې غربي ډيموکراسۍ دومره زور موندلی و ، چې خپله په غرب کې هم دومره ازادي نه وه څومره چې په افغانستان کې وه .
په دې ازادۍ او ډيموکراسۍ کې په دولتي او نا دولتي ادارو کې د ښځينه کار کوونکو زياتوالی و ، چې که څه هم د شاهي نظام په ړنګيدو سره د ښځو ونډه په دولتي ادارو کې کمه شوه ؛ خو په کمونستي رژيم کې بيا فحاشي زياته شوه.
اوس چې په افغانستان کې غربي ډيموکراسۍ له مرکز څخه ولايتونو ته لمن پراخه کړه د اروپايي ټولنې د ډيموکراسۍ فعالان وايي : بايد په افغانستان کې د ښځو کمه ونډه په دولتي او نا دولتي ادارو کې زياته شي ، چې ښځې په مالي لحاظ خودکفا ( د خپلې ګټې ) خاوندانې شي، د افغانستان د خبريالانو د مصئونيت ټولنې دښځينه خبريالانو په اړه نظر پوښتنې کې ، چې پکې ښځينه خبريالانو د راپور جوړونې پر مهال او هم په دفترونو کې د جنسي اړيکو يا جنسي زورونې يادونه کړې ده .
د خبر يالانو د مصؤنيت کميټې په خپل راپور کې ويلي ، چې د جنسي زورونې دوام به په مطبوعاتو کې د ښځينه خبريالانو ونډه کمه کړې ده .
په دغه نظر پوښتنه کې ۶۹ ښځو ويلي ، چې د جنسي زورونو له امله خپلې دندې په سالمه توګه او هم په خپل وخت سر ته نشي رسولای او هم د دوی کورنۍ نه غواړي د جنسي اړيکو او ياجنسي زورونو په دوام دوی ته د دندو د اجرا کولو اجازه ورکړي.
په نظر پوښتنه کې ۸۵ ښځو ويلي : که حجاب په نظر کې ونيول شي ؛ ښځې هم د نارينه په څېر خبريالې او يا په ادارو کې دندې تر سره کولای شي.
په دې نظر پوښتنه کې د هغو ښځو رايه نه ده را اخيستل شوې ، چې دولتي او يا غير دولتي ادارو يا مطبوعاتو کې د جنسي اړيکو يا زورونو باوجود د خپلو دندو په اجرا کولو ټينګار کوي او د خپلو دندو رضايت لري.
په ډيموکراسۍ کې ، چې په افسوس سره مونږ په هېواد کې تازه راټوکيدلې د نارينه وو ، په پرتله ښځينه په اسانۍ سره کارموندلی شي او په مطبوعاتو کې خو ښځو ته لومړيتوب ورکول کېږي ، سره له دې چې د نارينه په نسبت راپور جوړونې ته لازم لاس رسی هم نلري.
په اصل کې همدا ډيموکراسي ده ، چې ښځوته يې د اسلامي او افغاني اصولو خلاف ازادي ورکړې په افغانستان کې چې کومه ډيموکراسي روانه ده دا په اصل کې جنسي اړيکو ته زمينه سازي ده.
په دولتي يا غيردولتي ادارو کې چې ښځو کومه ډيموکراسي خپله کړې ده د جنسي اړيکو له زمينه سازۍ پرته بل هدف او مرام نه لري، چې د اروپايي ټولنې لخوا کال په کال د دې ډيموکراسۍ او جنسي اړيکو د زمينه سازۍ په اړه په راپور کې ويل کېږي ، چې په افغانستان کې ښځو ته د کار برابره ونډه او حقوق نه دي ورکړل شوي.



