
کار او عمل
عنايت عابدزی
١- څوک چې الله د خپلو ناخوښو کارونو مسئول وګڼي تر ټولو ګنهګار انسان دى (حضرت محمد ﷺ)
٢-چا چې کار وکړ هغه کامياب دى (حضرت علي)
٣-د نن کار سبا ته مه پرېږدئ ( پښتو متل)
٤-عزتمند کار د افتخار باعث وي ( توک کويل)
٥- هر کله چې غمونه ، مرضونه او تکليفونه راباندې غالب شي ، ځم او کار کوم ځکه کار د غمونو او تکليفونو لپاره ډېر ښه دارو دي(ولتر)
٦-په دې دنيا کې چې څوک ژوند کوي بايد کار وکړي او څوک چې کار نکوي داسې مثال لري لکه بې ميوې ونه (ويکتور پوشه)
٧-کار فقر ندى بلکه ميوه ده ، کار بندګي نده ازادي ده او کار عيب ندى بلکه افتخار دى (ف . پيات)
٨-هغه چې د نن ورځې کار سبا ته پرېږدي پدې دې پوه شي چې دغه کار به بلې ورځې ته هم ورڅخه پاتې وي (المايلز)
٩- کارد سعادت ذخيره او کاميابي ده (سقراط)
١٠-د يو ښه کار دکولو وروسته آرام کول يوه لويه کاميابي ده(کانت)
١١- که کوم حکومت وغواړي چې عوام يې فاسد نشي بايد عوامو ته په مقدار سره کارونه پيدا کړي (پاسکال)
١٢-په کار کې سستي کول ددې باعث کېداى شي چې سړى خپل مطلب ته نه رسېږي(حضرت علي)
١٣-ارزوګانې به له منځه لاړې شي او احساسات او تصورات به مو خاموش شي يوازې نېک عمل به باقي پاتې شي(روبر تسون)
١٤-غټ کارونه په شروع کې نه کېدونکي معلومېږي (کارلايل)
١٥-په کار کې تېزي کول نيم کار دى (شيار)
١٦- د کار متلقه کاميابي د هغو کسانو ده چې د نورو خلکو څخه په کار کې استقامت ولري (ناپليون)
١٧-څوک چې د بوسو لاندې اوبه تېروي او کار نکوي هېڅکله به د خوشحالۍ او کاميابۍ مزه ونه څکي (آدوګاسپان)
١٨-همېشه چې کار کوئ نېک کار کوئ او ريښتيا واياست او کله چې کار کوئ داسې محسوسوئ چې خپل ځان لپاره کار کوئ ځکه هغه څه چې انسان لپاره مهم دي کار دى (روسو)
١٩-کله چې انسان کار وکړي او د شپې اوده کېږي يو ډول خوشحالې محسوسوي(ګوته)
٢٠-انسان بايد په عمل سره امتحان شي په خبرو نه ، ځکه اکثره خلک بد کردار او نېک ويونکي وي (فيثا غورث)
٢١- په کار کې کوم آفت راتلل ددې باعث وي چې په کار کې مو د زړه نه کار نه وي کړى (امام هشتم)
٢٢- هغه کار چې د فساد نه خالي وي او په پاک نيت تر سره شي تر ټولو ښه کار دى ( ابوعلي سينا)
٢٣-ددوه صفاتو څخه ځان وساته ، يو بې حوصلګې او بل تنبلي که بې حوصلې شوې د هېچا حق ته به صبر ونکړى او که تنبل شوى يو کار به هم ونکړى (امام صادق)
٢٤- د کار تر ټولو لويه خوشحالې داده چې کار ورځ لنډوي (ديدور)
٢٥-که ټول کارونه تقسيم باندې وکړاى شي او هر کار په خپل نوبت سر ته ورسول شي يقيناً د کار څخه به خوشحاله اوسئ (هنرى فورت)
٢٦-اسمان چې څومره غورېږي هغومره نه ورېږي (پښتو متل)
٢٧-کم عقل سړى د هر چا په کار کې داخالت کوي مګر خپل يو کار هم سرته نشي رسولى(المانى متل)
٢٨- په شک او قهر سره کار سرته نه رسېږي(ناپليون)
٢٩- بايد په سړه سينه او پاک نيت کار وکړو ځکه چې کاميابي په کار او کوشش کې ده (بزرګمهر)
٣٠-د انسان بد بختي په تنبلۍ کې ده په جهالت کې نده ( ديل کارنګې)
٣١-قدرت اراده او په کار کې جرءت کول ما هغه څه ته رسوي چې زه يې غواړم (ناپليون)
٣٢-څوک چې د کار په تلاش کې وي او همېشه کار کوي هېڅکله ځان ښودنې ته نه وزګارېږي (روزولت)
٣٣-تنبلي او جاهليت دواړه انسان ته د غمونو بار ور په اوږه کوي (پوسه نه )
٣٤-خوشحالي او ښادي له کار او کوښښ څخه مخکې انسان ستړى کوي (خواجه نظام الملک)
٣٥- په دنيا کې به هېڅ انسان داسې نه وي چې دهغه وجود د کار لپاره تيار او مفيد نه وي بغير له معذورو څخه(ناپليون)
٣٦-په کار کې تجربه لرل او استاد کېدل له دې څخه ښه دي چې د بل چا په کار کې دخالت وکړى او په هغې نه پوهېږي.
٣٧-په کار کې تېزي کول په کار کې احتياط له منځه وړي (چېنايې متل)
٣٨-د ټولو مفاسدو سر چېنه بيکاري ده(پاسکال)
٣٩- څوک چې د يو کار لپاره په اوله کې سوچ ونکړي په اخره کې به له اه او فغان سره مخ شي (ايټاليايې متل)
٤٠- چا چې کار وکړ هغه کامياب دى (حضرت علي)
٤١-يوازې کار او تلاش دى چې د انسانانو تر منځ توپېر پيدا کوي (اسمايلزه)
٤٢-هېڅ مشهور نشوم مګر په کار او کوښښ او کله چې به مې تفريح کوله د تفريح په وخت به مې ځان په بل کار مصروفاوه (نيوټن)
٤٣-کله چې انسان سوچ وکړي چې له کوم کار سره علا قه لري او هغه هماغه کار وکړي يقيناً ډېر عاقلانه کار يې تر سره کړ(سقراط حکيم)
٤٤- هر کار خپل کارګر ته سپارئ( ايراني پوهان)
٤٥-تر څو کولاى شئ په کارونو کې مشغول شئ او هېڅ نا امېدي مه کوئ (ديل کارنګې)



