لیکوال: ح ـ صفی الله، صاحبزاده
بو له هغو لاملونو څخه چې د مسلمان زړه پرې تازه او خوشالېږي، هغه د اسلامې شریعت ښکلا( دایمان ښکلا او هغه بې شمیره ثوابونه اولاتعداده بدلې دي)، لکه د توحید عقیده منل ټول ګناهونه رژوي، دغه راز ځینې نوري نیکې کړنې هم ګناهونه له منځه وړي ،چې په نتیجه کې یې ایمان ته ښکلا ورپه برخه کوي، لکه عام لمونځونه، دجمع لمونځ،زکاة ورکول، حج کول،روژه نیول،او همدارنګه جهاد کول او داسې نور…ډیر داسې دنیکې کارونه دې چې ایمان ته لا ښکلا ورپه برخه کوي، مونږ که یولحظه د لمونځ په باب ژور فکر وکړو، نو دابه راته جوته شي، چې لمونځ څمره مهم او څمره ښکلی دی،او څمره ښکلاګانې له ځان سره لري،ادا کونکې ته یې څمره ښکلا ورپه برخه کېږي، حیران به شو ،ځکه لمونځ د زړه غښتلتیا او پیاوړتیا کې ستر رول لري،او دا لویه نیکمرغې ده چې د انسان زړه او روح له الله تعالی سره نښلوي، چې په نتیجه کې یې دایمان ښکلا لا پیاوړې کېږي، لمونځ د عبادت پر دروازه د ورننوتلو شرف دی،د لمانځه له برکته دبدن ټول غړي روغ جوړ وي، دنیوي ستونزې په لمانځه سره هوارېږې،له ګوناهونو انسان منع کوي، په زړه کې رڼا پیداکوي، په مخ کې ځلا او په ایمان کې ښـــکلا، ښه او غوره اخلاق هم دایمان په ښکلا کې هم رول لري،که ته په ټولنه کې ښه اخلاق اختیار کړي، ملګرو، چم ګاونډ سره ښه سلوک اختیار کړي، خپل ورونه په ښو نومونو سره راوبلې، په دې سره هغوی خوښېږي او په ورین تندي ستاخبرې ته غوږ نبسې ،او پر دې سربیره له یو مسلمان ورور سره په وربن تندې مخامخ کیدل صدقه هم ده، د ایمان ښکلا هم ده، له خلکو سره ښیګڼه او احسان کول هم زړه ته خوښې او سینې ته پراختیا وربښې، چې همدې لاملونو سره دایمان ښکلا او تازګې نوره هم زیاتیږې، په تقدیر باندې باور لرل هم د ابمان په ښکلا او تازګې کې کلک او مهم رول لري، ځکه تقدیر لیکل شوی،هرڅه د قضا او قدر د پریکړو په اساس سرته رسیږې، درزق دروازې له اسمان څخه پرانیستل کیږې،او هیڅوک یې واکمنې په لاس کې نه لري، نه یې څوک چاته ورکولی شې او نه یې هم څوک له چاڅخه ایسارولی شې،خو یو الله تعالی دا قدرت لري، او په همې مو باید ایمان او عقیده وي، چې ماضي له خپلو غمونو سره ولاړه او بیرته نه راستنیږې، او مستقبل په یو غیبې نړۍ کې پروت دی، او لا تراوسه ندی راغلی، ! نو بیا ولي د هغه څه په فکر کې ووسو چې تیر شوی،یا دهغه څه په لټه کې شو چې لا ندی راغلی! ، مونږ دحال زمانه کې قرار لرو او باید دخپل اوسنې ژوند حال جوړ کړو، داسې حال جوړ کړو ،چې روان ژوند مو په شرعې ښکلا باندې رنګ او موزبن وي، کله چې یو مؤمن ظاهري ښکلا سربیره دباطنې ښکلا څښتن وګرځې، نو دا سړی ببا په دواړو جهانو کې د ایمان په ښکلا ښکلی وي، الله تعالی دي مونږ ټولو مؤمنانو ته د ایمان ښکلا را نصیب کړي. امین.
















