استاد اسماعېل رحماني
پرون مې د سودا اخېستلو پر مهال همدا پوښتنه تر غوږ شوه، یو کس بل ته ویل: روژه یعنې لوږه او تنده!
ښه نو الله تعالی زموږ په لوږه او تنده څه کوي؟
په دې خو ټول پوهېږو چې د الله تعالی هر امر او وړاندیز د انسان د خیر او ښېګڼې لپاره مخکې له مخکې هر اړخیز سنجول شوی کار او معقول عمل دی.
د اسلام له پنځو اساسي بناګانو څخه که هرې یوې ته پاملرنه وکړو، هغه په خپل نیمګړي انساني درک او فکر تحلیل او تجزیه کړو، پر هغه بحث او مکث وکړو، نو پایله به یې هرو مرو د بنده ګانو ددواړو جهانونو سرلوړي او سعادت وي.
روژه زموږ د مقدس دین دریمه بناء ده. ددې عبادت په فرضولو کې مهربان ذات ډېر حکمتونه او موخې نغښتي دي چې ډېرو مهمو ته یې په لاندې کرښو کې اشاره کوم:
۱- په زړه کې د الله تعالی سره مینه، اخلاص او تقوا رغول او له همدې لارې په بنده ګانو کې منونکي له نه منونکو څخه بېلول. رحمان بابا دا موخه داسې روښانوي:
خدای طاعت د بنده څه کوي رحمانه
خو یې مینه د سړي ده آزمایلې
۲- روژه، روژه دار ته د الله د مراقبت او په هر ځای او هر وخت کې د هغه د څارنې او لیدنې لوی درس دی. ځکه خو روژه دار له خلکو نه لېرې او ګوښه ځایونو کې هم د روژې ماتوونکو نعمتونو نه ځان ځکه ساتي چې الله تعالی یې په هر حال او هر ځای کې ویني.
۳- روژه په روژه دار کې د امانت ساتلو روحیه تانده او تازه ساتي. دا ځکه چې څوک په ښکاره او پټه د دغه عبادت په سمه توګه ساتنه وکړي، دغه سړی خورا شریف او لوی انسان دی او ددې لایق دی چې د ډېرو نفیسو او قیمتي شیانو د امانت ساتلو باور پرې وشي.
۴- روژه د نفس لپاره د صبر، ثبات او استقامت بهترین تمرین دی. ځکه چې روژه دار په ډېر ټینګ صبر او قوي عزم سره ځان د خوراک او څښاک نه ساتي. بالآخره د همدې صبر او عزم په اثر د خپل وجود د ټولو قواوو واګي کرار کرار د عقل لاس ته ورځي او روژه دار د خپل نس او نفس مالک جوړیږي، چې بیا د همدې مالکیت په مټ د شر پر ځای د خیر کارونو ته متوجه کېږي.
۵- روژه د صبر سره – سره روژه دار ته د شکر تلقین هم کوي، ځکه انسان د یو نعمت په ارزښت هله پوهېږي چې ورڅخه محروم شي. خوراک، څښاک او هم بستري د الله تعالی هغه پېرزوینې دي چې ښایي د ډېرښت او ورباندې د مړښت له امله انسان ته بې ارزښته او بې معنا ښکاره شي. خو کله چې روژه کې ددغو پېرزوینو نه محروم شي، خود بخود یې په قدر پوهېږي او شکر پرې اوباسي.
۶- روژه مسلمان ته په نفقه او خرچه کولو کې د میانه روۍ درس ورکوي. ځکه هغه څوک چې په کم او لږ خوراک اموخته شي په کمه او لږه شتمنۍ ګذاره کولای شي. خو د ډېرخور او نسور سړي ګېډه تل لکه پوروړی ورسره ملګرې وې، هره ګړۍ یې تر ستوني نیسي، خپل پور ترېنه غواړي، که یې لري او که یې نه لري. له همدې امله ډېر ځله دغه سړی غلا، قمار، دورنګۍ، ګدایۍ او نورو بې عزته او بې آبه کارونو ته اړ کېږي.
۷- روژه د هر ډول ګناهونو په مقابل کې ډال او سپر دی. لکه څنګه چې ددښمن څخه په سپر سره د ځان نه دفاع کېږي، دغه شان په روژه باندې د شیطان له فرېبونو او وسوسو څخه د ایمان ساتنه کېږي.
۸- روژه شتمن او مالدار د نېستمنو او بې وزلو له حاله خبروي، په عملي ډول د نیستمنو او بېوزلو وضعیت پرې ګوري، په پایله کې د شتمنو پر زړونو د رحم او شفقت اوبه توییږي او له بې وزلو او نیستمنو سره مالي مرستې ته قلبًا آماده کېږي.
۹- روژه د ۱مارة بالسوء نفس آراموونکې او د بدن د ټولو غړو او حواسو د سرغړونو مخ نیوونکې ده. ځکه چې له روژې سره د غړو حرکتونه کمزوري کېږي. له همدې امله ویل کېږي: خېټه چې مړه شي د بدن نور غړي وږي شي او چې وږې شي نور غړي ماړه شي.
د پښتو ژبې ستر لیکوال ارواښاد استاذ ګل پاچا الفت ددې حکمت وضاحت داسې کوي: (د اسلام دین د انسان د اخلاقي او نفسي امراضو علاج د ریاضت او عبادت، د زهد او تقوا، د نفسي او روحي تزکیې او تطهیر په وسیله کوي او له حرامو څخه یې پرهېزوي. لکه چې د طب علم د بدني امراضو علاج کوي، دین د اخلاقي مرضونو معالجه خپل اساس او هدف ګڼي او د بشر باطني رنځونه له منځه وړي. ځکه وایي: العلم علمان: علم الأبدان، وعلم الأدیان.
بدني طب په غذا او دوا وجود تقویه کوي او د تقویې په وسیله مرض مغلوبوي او محوه کوي یې. مګر دین د نس او نفس په خوارولو او ضعیفولو د تقوا او پرهېزګارۍ له لارې د شهواني او نفساني امراضو مخه نیسي یا ورسره مجادله کوي. یعنې د نفس او شیطان په مغلوبولو او د جسماني قوت په کمولو معالجه بناء کوي او لوږه یې هم غذا ده او هم دوا !!
***