شاعر/ سيرت
په یونظر کتو سره دې زړونه تښتولي
یادونو دې اشنا زما یادونه تښتولي
الهام ملکوتي راباندې شوی ستا دمینې
داڅکه دې یادونو زما خوبونه تښتولي
دهجرپه صیام دې د فردوس په تمه ناست یم
ریان ریان وصال دې ارمانونه تښتولي
دکاڼي به څېر زړه ستا په زلفو کې راګیر شو
عنقا څکه د څان سره دامونه تښتولي
دحسن په ښکلا دې عدني ترکي نازیږي
په خیال کې دې سیرت څکه خیالونه تښتولي
















