کابل ټکی کام ۰۱غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له کندز څخه خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان عسکرو له لورې د عوامو کورونه په نښه شول.
خبر وایي، چې افغان عسکرو په دغه برید کې له درندو وسلو څخه کار واخیستو.
له کندز څخه د ورکړل شوي خبر پر اساس چې د دغو بریدونو له کبله د یوې کورنۍ ۲ مېرمنې وژل شوي، او ۶ تنه نورې مېرمنې ټپيانې شوې دي.
په ټپيانو شویو کې ماشومان هم شامل دي.
باید ووایو، چې د هېواد په ډېریو ولسوالیو کې افغان عسکر د طالبانو سره له جګړې وروسته پر ملکي وګړو بریدونه کوي.
د یادولو ده، چې د بغلان ولایت په ډنډغوري او ډنډ شهاب الدین سیمو کې د طالبانو او افغان عسکرو د جګړو پر مهال افغان عسکرو د ملکي وګړو پر کورونو، مساجدو او پر نورو عام المنفعه ځایونو باندې بریدونه وکړل، چې ملکي وګړو ته یې خورا تلفات واړول.















