افغانان بې ځالې مارغان ( کابل غږ څلورمه برخه )

افغانان یووخت په نړیواله کچه جنګیالي او دهر یرغل کوونکي په مقابل کې سر ښیندونکي یادیدل خو اوس دتیرو یادونو ترڅنګ بې ځالې مارغان هم یادیږي هغه پدې چې په افغانستان کې هریرغلګرخپل زور دخپلو وسلو په ازمایلو ازمایلی دی افغان یې ددین،عقیدې، ایمان ، میړنتوب، اودجګړې په ډګرکله هم ندی مات کړی امریکا چې په نړیواله کچه دوسلو جوړولو او پلورلو ترټولو لومړی هېواد ښودل شوی په افغانستان کې یې خپلې وسلې او قوت ازمایلی خو سره ددې ټول امریکایي جنرالانو په افغانستان کې دجګړې دماتې اعراف کړیدی.

سره ددې چې جګړه افغانانو په تش لاس خو دایمان په قوت ګټلې بیاهم څه ددښمنو هېوادونو دتیریو اولاسونو او څه هم دهېواد دواکنو دغلط اوناکام سیاست له مخې افغانان بې ځالې مارغان دي تراوسه پورې ېې نه په خپل هیوادکې او نه په نورو هیوادونو کې دشپو کولو ځای پیداکړ هر ورځ له اروپایي هېوادونو دافغانانو دایستلو راپورونه ترلاسه کیږي، هره ورځ په نورو هېوادونو کې افغانانو سره دزور او ظلم داستان اوردیدل کیږي، تیره اونۍ چې په ایران کې دکم عمره معصومې ماشومې ستایش سره کوم ظلم دیوه سفاک او وحشی ایراني لخوا وشو اوس په ایران کې یواځې ددې معصومې کورنۍ نه بلکه ټول افغانان دبې ځالې مارغانو په څېرو خت تیروي .

افغانان چې څومره دبدبختیو سره مخ دي دخپلو مشرانو او واکمنو دغلط سیاست له مخې ورسره مخ دي.

جاپان دخپلې ازادۍ له لومړۍ ورځې څخه چې کومه ترانه لري تراوسه پورې یې نده بدله کړې په افغانستان کې هر واکمن دخپلې واکمنۍ پرمهال ملي ترانه بدلوي، برتانیه چې واکمن ېې دخپل اولس سره هر وخت په خپلو ژمنو ولاړه وي هلټي ګرین ېې په ټوله نړۍ کې شتمنه میرمن یادیدی شي خو افغانستان بدبختانه په ټوله نړۍ کې غریب او له فساده ډک هیواد یادیږي ځکه خو افغانان په هیواد کې بې ځالې مارغان دي . نوربیا

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button