د حج او عمرې مسائل (اتمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

حج بدل

په دې کې د فقهاؤ اختلاف دی :

حضرت ابن عمر رضی الله عنه، قاسم رحمه الله او ابراهيم نخعي رحمه الله فرمايلي چې په حج کې نيابت صحي نه دی، يعنې يو کس د بل کس له لوري حج نشي کولای ([1]).

د امام مالک رحمه الله او امام احمد رحمه الله په نزد د ژوندي له لوري حج بدل نه دی روا، خوا هغه له عاجز کيدو مخکې په زاد راه او راحله قادر وي يا په وروسته کې قادر وي.

د احنافو او شوافعو په نزد د ژوندي له لوري کله چې هغه عاجز وي حج بدل کول روا دي، البته په دې کې اختلاف دی چې که چيرته کوم معذور کس په زاد راه او راحله باندې قادر وي خو د هغه اندامونه سالم نه وي او هغه په خپله حج نشي کولای، نو د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد په همداسې کس باندې حج فرض نه دی، امام اعظم رحمه الله د اندامونو صحت د وجوب لپاره شرط ګڼي.

د امام شافعي رحمه الله او صاحبينو په نزد په همداسې کس باندې حج فرض دی، همدغه حضرات د اندامونو صحت د وجوب لپاره شرط نه ګڼي، نو له همدې امله د دوی په نزد په همداسې کس باندې حج فرض دی، خو دا چې هغه په خپله حج نشي کولای نو د همدې لپاره د حج اداء کولو لپاره دې خپل يو نائب مقرر کړي او هغه دې د ده له لوري حج وکړي.

همدغه حضرات د ابن عباس رضی الله عنه په هغه روايت سره استدلال کوي په کوم کې چې د يوې ښځې خبره په دې ډول ذکر شوې :

يوې ښځې وويل : زما په پلار باندې د سپين ږيرتوب په حالت کې حج فرض شوی، په دې سبب چې هغه په سپين ږيرتوب کې مسلمان شوی، او له هغه سره دومره مال شته دی د کوم له امله چې په هغه باندې حج فرض کيږي، يا دا چې په سپين ږيرتوب کې دومره مال لاسته ورغلی چې په هغه باندې حج فرض شوی، خو هغه دومره ضعيف دی چې د حج اداء کولو خبره خو جلا ده بلکې هغه په سپرلۍ باندې هم نشي سپريدلی، نو آيا زه د هغه له لوري نيابةً حج وکړم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم په ځواب کې ورته وفرمايل : ته د هغه له لوري حج وکړه ([2]).

د امام ابو حنيفة رحمه الله استدلال د قرآنکريم په دې آيت کريمه سره دی )وَلِلّٰہِ عَلَی النَّاسِ حِجُّ الۡبَیۡتِ مَنِ اسۡتَطَاعَ اِلَیۡہِ سَبِیۡلًا ( ځکه چې د لارې استطاعت د جوارحو (اندامونو) له صحت سره متحقق دی، خو په ظاهره د صاحبينو مذهب راجح معلوميږي، چونکه په حديث کې د سبيل تفسير په زاد راه او راحله سره شوی ([3]) نو له همدې امله ويل شوي چې په زاد راه او راحله باندې له قدرت وروسته حج فرض کيږي، البته د اداء کولو لپاره يې نائب غوره کولای شي، حسن بن زياد رحمه الله له امام ابو حنيفة رحمه الله څخه د صاحبينو په څير يو قول هم منقول کړی، او همدا ظاهر الروايت هم دی ([4]).

([1]) عمدة القاري، ج : ۱، ص : ۲۱۳.

([2]) مشکوة شريف، حديث نمبر : ۲۵۱۱.

([3]) المستدرک، ج : ۱، ص : ۴۴۲.

([4]) مرقات، ج : ۱، ص : ۲۶۷، نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۴۰۵ – ۴۰۶.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button