تــــقـــديـــــر « ناول » / پنځمه برخه

ليكوال: ډاكتر عبدالهادي « حماس »
شپې او ورځې يو پربل پسې اوښتې،ګلالۍ دخپل زوى امان پټۍ په خپله بدلولې،د هغه ټپ په جوړېدو شو، يوه ورځ يې د هغه پټۍ بدلوله چې ټوكې يې ورسره پيل كړې :
بچيه ته نورله ماڅخه نه وركېږې، هغه وپوښتل :
مورې څنګه دې داسې وويل؟
مور يې ځواب وركړ:
ځكه چې په لاس كې دې يوه لويه اوږده د زخم ليكه ده چې كله هم رانه وركېږې نو په لاوډسپيكر كې به غږ كوم چې زما امان زوى ورك دى، په ښي لاس كې يې د ټپ اوږده ليكه ده!
امان ورته وخندل او دا وخت د ګلالۍ دوهم زوى فريد راغى او په وارخطايۍ سره يې وويل :
مورې دپلارله غوږونو او پزې بياوينه روانه ده! دوى په منډه منډه هغه ته ورغلل، د فېروز ټټرپه وينو تك سور و، پزه يې په دوو ګوتونيولې وه، د ګلالۍ زړه ولوېد،غلي يې له ځانه سره وويل :
خامخاڅه خبره شته چې بيا،بيافېروز ته له غوږو او پزې دوينې بهيدنې ستونزه پيداكيږي ،دا ځل ګلالۍ پرېكړه وكړه چې دښاريوه بل نامي روغتون ته يې يوسي،نوپه بيړه لاس په كارشوه اوفيروزئې دښاريوه مشهورروغتون ته ورساوه .دغوږاوستوني متخصص ورته دناروغې اړونده ازموينو سپارښتنه وكړه،ازموينې وشوې، هر څه دمتخصص مخكې كيښودل شول، متخصص چې ازموينې وليدې قلم يې په خوله كې ونيواوحيران په خپله څوكۍ كې كيناست،كله به يې عكس ته كتل، كله ګلالۍ ته او كله ناروغ ته! هغه نه پوهېده چې په څه ډول د ازموينې پايله دوى ته ووايي ،اخريې ګلالۍ ته وويل :
ناروغ دباندې وباسئ او تاسې بيرته راشئ زه به درمل درته وليكم
فېروز چې دباندې ووت شك ورسره پيداشو چې دا زه يې ولې دباندې را ووايستلم؟ ګلالۍ چې بېرته ننوته نوفيروز د وره ترشا ډاكتر ته غوږ ونيو،ګلالۍ چې د ډاكټر مخې ته كښېناسته نو ډاكټر ورته وويل :
لورې دادې پلاردى ؟ هغې ځواب وركړ:
نه ډاكټرصيب! خاوندمې دى!
ډاكټرلومړۍ ډير حيران او وروسته ډيرخپه شو خو داچې دټولنې له دودونوسره بلد و ؛ نو ځكه يې په دې اړه څه ونه ويل شول، يواځې يې سر وښوراو او بيا يې ګلالۍ ته وويل :
لورې،ستاناروغ دغوږچنګاښ(سرطان) لري،او اوس دهغه دغه ناروغې ډېره پرمختللى ده، دماغ اودپزې طرف ته يې هم جرړې رسېدلې دي! ګلالۍ يو دردونكى غږ واورېده خو د پخوا په پرتله يې نه شونډې وريږدېدلې اونه يې په رنګ كې څه بدلون رامنځ ته شو ځكه هغې ته له خداى (ج) سره هغه ژمنه ورپه يادشوه چې زه به نوره نه ګيله كوم اونه به ديوازيتوب اوياهم دستونزوپرمحال ويركوم، اسمان ته يې وكتل دځان سره يې وويل :
خدايه تاسې راسره ياست،له هرچامهربان ياست هرڅه ګورئ،ستاپه تقديركې به موږڅه ورزيات كړاى شو،له صبرپرته زموږڅه له لاسه پوره دي،له دغه اوږدفكروروسته يې ډاكتر ته مخ ورواړو او ويې ويل :
ډاكټرصيب اوس به څه كيږي ؟
داكټرځواب وركړ :
ستاسې ناروغ دسرطان(چنګاښ) وروستي پړاوته رسېدلى دى، له هغه سره زموږمرسته هيڅ ګټه نه لري،نه دسرطان شعاع دهغه ناروغي كنترولى شي اونه هم كوم درمل په لاس كې لروچې دهغه درملنه پرې وكړو،اوس دهغه دناروغي كنټرول دډاكټرانو د وسه وتلى دى ،يوازې خداى (ج) يې درملنه كولى شي اوبس! او د انديښنې وړخبره خودا ده چې ستا دناروغ دسرطان ډول يوعجيبه ډول دى، موږ ډېركم له داسې سرطان سره مخ كيږو،كېداى شي يوه اونۍ وروسته دهغه غوږداسې شديد درد پيل كړى چې ناروغ يې يوساعت هم ونه زغملى شي!
دګلالۍ خوله له خپګان اوحيرانۍ څخه وازه پاتې وه،هغې په ډكو سترګوله ډاكټرڅخه وپوښتل :
ډاكټرصيب ولې درمل يې دردنه شي قرارولى ؟
هغه ځواب وركړ: نه،هيڅ درمل يې نه شي قرارولى! ګلالۍ له ځايه پاڅېده ډاكټرته ورنږدې شوه اوورته ويې ويل : اخرڅه لاره خوبه لري اوكه نه ؟ ډاكټرځواب وركړ: هويوه لاره لري ،اوهغه داچې ناروغ چې كله هم ددرد له لاسه خپل زغم اوحوصله له لاسه وركړي نو ډاكټرانو ته مراجعه كوي،هغوى ته زارۍ كوي چې خون اوپور دواړه مې دربښلي ماله دې ژوند نه خلاص كړئ، ګلالۍ ټكان وخوړ او ډاكټرته يې وويل:
نوډاكټران هغه بياوژني؟ډاكټروويل : دروغتون ډاكټران يوه ناسته پرې كوي كېداى شي پرېكړه وكړي چې دناروغ ښه والى اودرملنه خو هسې هم نشته نود درد له دې سخت عذاب څخه هغه ته دخلاصون لپاره دالاره غوره ګڼي چې ددرملوله لارې يې ژوندته دپاى ټكى كېږدي.
ګلالۍ ته دډاكترپه دې خبره دهغه هغه پخوانۍ ددرد حمله هم ورپه يادشوه چې دهيڅ درمل سره نه په ارام كيده يوازې عمومي بي هوښي يې دردارام كړاي شو ګلالۍ ډاكترته وويل : ډاكټرصيب په فېروز ددرديوه شديده حمله پخواهم راغلې وه بياډاكټرانوورته عمومي بې هوښي وركړه درملوهيڅ كارنه كاوه،ډاكتروویل: هود داسې ناروغانو د درد دپاره پرته له عمومي بي هوښي نورڅه ګټه نشي رسولى ګلالۍ وويل : بس خداى ته موصبردى څه چې دهغه اراده وي زموږپه سرسترګو قبوله ده .
له هغه وروسته ډاكټرفېروز ته دتسكين لپاره څه درمل وليكل او ګلالۍ چې بهر ووته نوفيروز د ازمایښت په ډول پوښتنه ترې وكړه : ډاكترڅه وويل؟هغې دزړه په زور وخندل، ترڅوهغه دخپلې خطرناكې ناروغۍ په اړه شكمن نشي ځواب يې وركړ: ستاسې ناروغۍ به ډيره ژرښه شي ډاكتر وويل چې ددې درملوسره به ستا خاوند رك روغ شي .سره له دې چې فيروز دخپلې ناروغۍ په اړه پوه شو، خو ګلالۍ ته يې په دې اړه هېڅ هم ونه ويل ،چې ده دوره له شادډاكترخبرې اورېدلې دي! دوى كورته ولاړل، امان او نورو اولادونو يې چې وليدل، ډېر ورته خوشاله شول، هغوى دفېروزدګاونډيانوكره شپې سباكولې،له خپل موراوپلارنه به هريوه څوڅو واره غېږتاووله،بيابه يې په ماشومانه لهجه دواړوته ويل : بيابه هيڅ چېرې نه ځى،موږپه تاسې پسې ډېرخپه وو،دټولوماشومانوسره موراو پلارپه كوركې وي تاسې له موږنه په شپو،شپولاړشى،ګلالۍ د دوى خبروسخته ځوروله اوپه ځواب كې يې ورته ويل : بچيانوموږله دې وروسته هيڅ چېرې نه ځو كه ځو هم تاسوبه راسره ځئ!
دوي كورته دننه شول، امان په خپله موردواړه لاسونه واچول اوويې ويل : مورې زماټپ اوس ښه شوى اويوه اوږده ليكه مې په لاس كې دټپ پاتې شوې ده ،ټپ اوس جوړدى يوازې نښه يې پاتې ده،هغه ورته موسكۍ شوه اوويې ويل :بس زويه اوس نه رانه وركېږې .
دوه ورځې وروسته چې ګلالۍ دغرمې ډوډۍ فیروزته كېښوده نودهغه رنګ ته يې وكتل ،ډېر ښه شوى و ،دوجودپخوانۍ كم ځواكي پكې نه ليدل كېده، د ګلالۍ هيله ورته پيداشوه،فكريې وكړچې خداى (ج) به زماكوچنيواولادونوته كتلي وي، چې فيروزته يې روغتياورپه برخه كړېده،خوبيادډاكټرخبرې ورپه يادشوې ،زړه ماتې شوه،له ځان سره يې وويل :كله به روغ شي،دومره طالع به مې كله كاروكړي چې فېروزدخپلواولادونوسره يوځاى ژوندوكړي . ګلالۍ په همدې چرتونو كې وه چې دروازه يې وټكېده،ورمنډه ئې كړه دې دروازې تر شايې پوښتنه ترې وكړه :څوك يې؟
دبهرنه يې ځوا ب واورېد: داسې څوك يم چې په ليدوبه مې ډېره حيرانه شې! ګلالۍ په حيرانۍ سره وويل : زه پوه نه شوم؟
هغه ورته وويل :تاسې كوم ورورلرى؟
ګلالۍ ځواب وركړ : هو هغه داديارلس كا له كيږي چې په ايران كې دى دمړي اوژوندي درك يې نشته!
هغه ځواب وركړ: اوس يې درك لګېد لى اوستاسې ددروازې مخې ته ولاړدى!
ګلالۍ په بيړه دروازه خلاصه كړه،ګوري چې سكه وروريې ساجددى، غېږيې وركړه،په ټنډه اولاسونويې ښكل كړ،ان چې پښوته ورټيټه شوه چې ښكل يې كړي،بيايې ساجد كورته دننه كړ،له ډېرې خوښۍ يې ډېر ورته وژړل، اولادونوته يې چېغې كړې : ستاسې ماماپيداشوهله ژر راشئ ،ستړې مشي ورسره وكړئ!
اوبيالږوروسته له ساجدڅخه دوه خوريونه اويوه خورځه تاووې! ګلالۍ دخپل سكني ورورساجدپه پيداكېدوډېره خوښه وه اويوه لويه هيله مندي ورته پيداشوه ،هغې له ساجدنه ګېلې پيل كړې :وروره داسې څوك كوي؟زماواده بې له تاوشو،ديارلس كاله كيږي پردى خور اولورمودرته بنده كړې هغه ستالپاره نا سته ده! څومره دشرم خبره ده خلك ټول په موږپسې خبرې كوي،پلارخوزموږدمورله مړيني وروسته دنوي واده اوزمادخاوندله ځمكې سره ښه خوښ دى مااوتا يادوي هم نه،كم تركمه تاخوبه داسې فكركړى ؤچې يوه نازولې خورمې ده اوپرماحق لري،هغه به څرنګه وي؟چېرې به وي؟
ساجددګلالۍ خبره ورپرې كړه اوويې ويل : زه پوهېدم چې پلاربه مې ګلالۍ ته غټ ځوان اوپه څټه روغ مېړه كړى وي اوماته به هيڅ اړتياهم ونه لري،همداسې ده كنه؟
هغې ځواب وركړ: هو همداسې ده خوته به هم كوم مسئوليت دخورپه وړاندې لرې اوكه نه؟
ساجد ورته وويل : ښه داخبرې به بياكوو،زوم چېرې دى دهغه ليدلوته ډېرليواله يم،زمايوازينۍ اوښى ديوازينۍ خورمېړه څرنګه مينه ناك دى اوكه ټنډه يې تروه نېولې وي؟دواړوپه دې خبره وخندل اوبيا ګلالۍ وويل : هغه په بله كوټه كې ويده دى وبه يې وينې دهغه له ليدو وړاندې دخپل واده په اړه راوغږېږه،واده كله كوې ؟داشكر وباسه چې وريندارمې ښه اوپښتنه جلكۍ ده،كه بل څوك واى اوس به مخكې درنه تېښتېدلې واى! ساجد ځواب وركړ: په ريښتياهم مادهغې سره ډېرظلم كړى دى خوتقديرداسې ټكرې راكړې چې زه ېې هلته په دومره اوږدسفراړكړى وم خواوس مې پيسې راوړې دي واده پرې كيږي ، پلارته مې وركړې نن به يې دخسركره وروړې وي،پنځه ورځې وروسته واده په خيرپيل كيږي،دوى خبرې كولې چې دكوټې ورخلاص شو اويو سپين ږيرى سړى چې لكړه هم ورسره وه كوټې ته ورننوت، ساجد ورته جګ شو، ستړې مشې يې ورسره وكړل، او بياساجد، ګلالۍ ته مخ ورواړواو ويې ويل :دابه دې خسروي؟
هغې ورته وخندل،روانه شوه او په تلوكې يې ځواب وركړ: هوخسر مې دى خو امان يې خبره غوڅه كړه : نه ماما دا زموږ پلار دى!
دساجدخوله وچه شوه، سريې ګنګس شو، دومره يې حالت خراب شوچې له فېروز سره يې دوهم ځلې روغبړ هم ونه شوكړاى،بهرووت،په خور پسې ورغى او ورته ويې ويل : له ماسره داويره وه چې پلاربه مې د ميرې په امر ستا له ژوندسره داسې لوبې كوي اوزما اندېښنه رښتيا شوه، خو فكركوم چې په دې لوبه كې ستاسپين ږيرى مېړه هم شريك دى خوزه هغوى نه پرېږدم، پلارمې هم وژنم اوستا ميړه به هم راڅخه د ژوندڅكه ونه كړي!!
ګلالۍ په ژړا شوه او ويې ويل : څه چې كېدل هغه خووشول،زما ژوندخو هسې هم خوارشوى دى د هغوى دواړو وژل به څه ګټه ورسوي،پرته له غمه ماته څه راكولى شي، پرېږده هغوى به اوس په خپله دا احسا س كړى چې موږ تيروتنه كړېده، موږ لويه تېروتنه كړې،په راتلونكي كې چې د كورنورې تورسرۍ زماپه برخليك اخته نه شي هم سمه به وي، اوس دې واده رانږدې شوى زماپه ژوندكې دخوښۍ لومړى خبردى چې دپلار او فېروزسره جنجال ونه كړې، زمازړه دومره كم ځواكه شوى چې نور دكوم غم او پېښې د زغملو وس نه لري! داخبره نوره پرېږده،ته لاړشه اود واده كارونه دې سم كړه .
ساجد دخوردا بدحالت چې وليد فكريې وكړ چې چوپتياترهرڅه غوره ده،خورمې ډېره ځورېدلې او هسې نه چې دخوښۍ په ځاى دهغې دغمونو پيټى نورهم دروندكړم نو پرېكړه يې وكړه چې هيچاته به په دې اړوند څه نه وايي، هغه كورته روان شو،امان هم له لرې داهرڅه واوريدل خوپه دې پوه نشو چې ماما يې ولې دپلار لپاره دمرګ ګواښ وكړ! ساجدكورته لاړ او دخپل واده كارونه يې پيل كړل، دوه ورځې وروسته يې خپلې خور ګلالۍ ته هم احوال وركړ چې تاسې راشئ، واده ته درۍ ورځې پاتې دي او كارونه هم زيات دي، ګلالۍ له خپل واده وروسته دواده ټولې نوې جامې كات په كات ايښې وې ،يوه يې هم نه وه اغوستې، دورور دواده غږ هغې ته دومره همت وركړ چې نوې جوړه يې واغوستله، ځان يې جوړكړ او خپل اولادونه ېې هم ښكلي سينګار كړل، بياټول فېروزته ورننه وتل، فېروز چې ګلالۍ په نوې جاموكې وليده نو ډېراغيزمن شو،ګلالۍ ته يې ښكته،پورته وكتل،بيايې هغه له خپل عمر سره پرتله كړه، ضمير يې ځواب وركړ: ښه كاردې نه دى كړى،ته او ګلالۍ ډېر توپيرلرى! دا وخت ګلالۍ غږپرې وكړ: داسې راته ګورې لكه نوې دې چې ليدلې يم؟
هغه ځواب وركړ: سمه شهزادګۍ درنه جوړه شوېده، په لومړي ځل دې په دې ګرد سپوږميزمخ دخوښۍ نښې ګورم!
هغې ځواب وركړ: ولې د ورور واده مې ندى ؟ ژرشه تاته مې هم ګرمې اوبه تشناب ته وړي دي او نوي كالي مې درته ايښي ځان دې تيا ركړه چې زماپه ژوند كې يوه لويه خوشالي راغلې ده!
فېروزوويل : ته پوهېږې چې زه نا روغ يم!
ګلالۍ ورته وويل : زه پوهېږم اوله همدې امله تاراسره بيايم چې ساعت دې تېرشي،ناروغي به دې خداى وركه كړي!
فېروزځواب وركړ:تاسې ولاړشئ اوزه به درته كور وساتم كه ټول ولاړ شو نوچې بېرته راځو غلوبه كور جاروكړى وي!
ګلالۍ یې په خبره وخندل،ډېره تلوسه يې درلوده چې دوروركورته لاړه شي، فېروزته يې وويل : ښه سمه ده موږبه لاړشوكه څه ستونزه وي نوبيا احوال راكړه،ګلالۍ له فېروز څخه خداى پاماني واخيسته،خوښه مالومېده، دخپل وروركورته يې ځان ورساوه.واده پيل شو، د خيښو ورځ راورسېده،دكور غړو اوله بهرڅخه راغلوجينكيو ګلالۍ انتخاب كړه چې ته به د ورورخيښه ځې! ګلالۍ ځواب وركړ!
زه داكارنه شم كولى،زمايوازينى ارمان دادى چې له خپل ورورسره په زومګيرت لاړه شم!
ګلالۍ ته جينكيو ټينګاروكړ: څومره ښكلې خېښه به وې زموږسترګې به په تاجګې وي،دناوې كورنۍ به درته ګوته په غاښ وي چې څومره ښكلې خېښه راغلې ده،ګلالۍ ورته وويل : زه له خپل ورورسره ځم داكارنه شم كولاى،دامهال ساجدهم له بهرڅخه راغى اوپه دوى يې غږوكړ : تاسوخوكارونه پريښي ايله خپلې لانجې حل كړى، ولاړې شئ، كارونه وكړئ!
ګلالۍ ورته مخ ورواړاؤاوويې ويل : ګوره وروره دابې شرمې نه دي دامې له تاسره دزوم ګيري په ورځ نه پرېږدي چې لاړه شم، وايي ته خېښه ولاړه شه!
ساجدورته وويل : زمانازولې خورې،څنګه چې ستاخوښه وي نو هماسې به كېږي، ته اوس دكور ملكه يې يوازي نورو ته امر كوه .
ګلالۍ جنكوته مخ ورواړاو اوویې ويل : تاسووارېدل، نوره نومامه ځوروئ،زه به نوريواځې حكمونه كوم اوتاسوبه يې ترسره كوئ!
هغوى ټولووخندل اوورته ويې ويل : سمه ده،جنابې حكم كوه! ګلالۍ له دې صحنې او ټوكو ټكالو ډېر خوند اخيست، خو يوې ژورې اندېښنې ته ځورېده،كله،كله به يې داوېره احساس كړه اويوې ګوښې ته به ودرېده،لاسونه به ئې پورته كړل اودعابه يې وكړه : اى خدايه داښادي راته ډېره لويه لورينه ده،پرموږيې ولوروه،خدايه نوره مې له مصيبتونولرې وساته !
دواده لپاره نورې خېښې وټاكل شوې هغوى دناوې كورته لاړې چې دسبالپاره ناوې سينګاركړي اودراوړلولپاره يې تياره كړي،دساجد كورنۍ ګلالۍ اوټولوخپلوانودواده مراسم ترسره كول،چاسندرې ويلې،چانڅاكوله اوڅوك هم په نوروچاروبوخت وه،ګلالۍ هم چې دسندربولوجلكيوپه ډله كې ناسته وه نويووخت يې خپلې كوچنۍ لور موسكاته پام شواوويې ليدل چې يوې ګوښې ته ناسته ده اوژاړي! ګلالۍ ورمنډه كړه،راپورته يې كړه او په وړه ژبه يې ورته وويل : لورې څه درباندې شوي دي؟،ولې ژاړې؟
هغې په ژړاژړاكې ورته وويل :امان راته وايي سبا چې ماماپه زوم ګيرت ځي ته به مې له مورسره نه ځې!
ګلالۍ خپله موسكا ښكل كړه اوويې ويل :امان بدكړي سبا به ښكلې نوې جامې درواغوندم زه اوته به دواړه دماما ګل سره ځو .
سباشوموريې موسكا له ژمنې سره سمه په نويوجاموكې سينګاركړه، له سينګاروروسته يې چې ورته وكتل زړه يې پرې خوږشو په غېږكې يې ونيوله اووئې ويل : لورې سمه دګلاب ګل شوې!
بيايې دپوزې سر په رنجو ورتور كړځكه چې له نظره پرې وډاره شوه .



