روزګان ولایت کې د ۴ قومندانانو په ګډون ۴۶ تنه محلي او ملي پولیس طالبانو ته تسليم شوي دي

کابل ټکی کام ۳۰وږی/۱۳۹۴
راپور: محمد سمیع سعادت
د روزګان نه په تازه ورکړل شویو راپورونو کې ويل شوي دي چې د همدې ولایت اړوند چار چينو د ولسوالۍ په مختلفو برخو کې ۴۶ تنه سميز او ملي پولیس طالبانو ته ورغلي .
طالبانو د یادو تسليم شويو عسکرو نوم لړ په خپله رسمي ویب پاڼه کې نشر کړی زیاته کړې يي دی، چې دغه ۴۶ تنه تسليم شوي عسکر د دوی لیکو ته په یوه اونۍ کې ورغلي دي .
دغه راز یادو عسکرو یو رینجر ډاډسن موټر،۳موټرسایکلان،۱۴ کلاشینکوفونه،۲ راکيټ لانچر او ګڼ شمېر نور مهمات یې تر طالبانو رسولي دي.
طالبانو ويلي دي، چې دغه عسکر په دوی پورې د مربوط کمیسون (دعوت ارشاد کميسون) د دعوت په پایله کې دوی ته ورغلي دي .
همدا راز د یادو عسکرو په یوځای کېدو سره د رود مهمه ستراتېژیکه سيمه چې څلورو خواو ته پرې غزېدلې لار پرته ده په بشپړه توګه ددوی تر ولکې لاندې راغلې ده



