د سپينې ماڼۍ تخنيکي مرستيال وژل شوی دی

کابل ټکی کام ۳۰وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د سپينې ماڼۍ تخنيکي مرستيال جيکوب بريئير د ميريلينډ په هاوارډ سيمه کې د بايسلکل په يوه ترافيکي پېښه کې وژل شوی دی.

د امريکا ان بي سي تلويزيون ليکلي دي، چې نوموړي د خپل بايسکل کنترول له لاسه ورکړ او له مقابل لوري له راروان يوه موټر سره يې وواهه، چې له امله يې له منځه ولاړ.

جيکوب د سپينې ماڼۍ د تخنيکي څانګې مشر مرستيال و.

اوباما د نوموړي په مړينه خپګان ښودلی دی او په وينا يې نوموړي خپل ژوند حکومت ته بښلی و، موږ يې په مړينه غمجن يو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button