کابل ټکی کام ۳۰وږی/۱۳۹۴
راپور: حماس افغان
د سوري مهاجر اسامه عبدالمحسن زوی زید بن اسامه چې د يوې هنګري خبریالې له لوري په لغته وهل شوی وو، تېره ورځ د فوټبال مشهور ستوري «کریسټال رونالډو» د لوبې له پیل څخه وړاندې ځان سره لوبغالي ته بېولی وو.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د «راویلمډرډ» او «ګراناډا» د ټيمونو تر منځ د فوټبال لوبه پیليدونکې وه، کریسټیانو سره داسامه عبدالمحسن زوی زيد څرګند شو.
اسامه عبدالمحسن هغه مهال ډېر نامتو شو کله چې نوموړي غوښتل اروپا ته په قاچاقي لاره ولاړ شي، او په هنګري هېواد کې یې زوی په غیږ کې وو، چې يوې هنګري فلم اخیستونکې له لوري په لغته ووهل شو، زوی له خپل پلار (زید بن اسامه) سره پر ځمکه ګډ راوغورځيدل.
د نړۍ رسنیو له لوري دغه پېښه ګرمه خپره شوه چې د ډېرو خلکو خواخوږي يي ځانته واړوله.
د یادونې وړ ده چې دغه پېښه په حقیقت کې بده ګڼل کېده خو اسامه عبدالمحسن لپاره د نیکمرغيو سبب شوه، اسپانیا هېواد د مهاجرت په توګه سمدستي ومانه، او نورو ډېرو شخصي او غیر شخصي مؤسسو د مرستو توجو ور واښته او مرستې يي ورسره وشوې.
















