
بغلان کې طالبانو ۲ قاتلان قصاص کړي
کابل ټکی کام ۰۶غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له بغلان ولایت څخه خبري منابع وايي، چې طالبانو په دغه ولایت کې دوه قاتلان د اسلامي شریعت په رڼا کې قصاص کړي دي.
څه موده وړاندې یو تن محمد ګل د احمد ګل زوی د دوو اختطافګرو له لورې په چل او هنر له کوره راویستل شو، او بیا یې وواژه.
خبر وایي، چې له پېښې وروسته طالبانو ته خبر ورکړی شو، او هغوی یې د نیولو هڅې پيل کړې، چې بالاخره یې ونیوو، او دواړه یې خپلو محاکمو (ابتدائیه، مرافعه، تمیز) ته معرفي کړل.
طالبان وایي، چې دوی دغه قاتلان د استخباراتي معلوماتو له لارې ونیول.
طالبان زیاتوي، چې له کره څېړنې او د مجرمانو تر سم شرعي اعتراف وروسته نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ اړوند سیمه کې دواړه قاتلان (محمد اکرم د عبدالکریم زوی او قطب الدین د بیګ محمد زوی) په عام محضر کې قصاص کړي دي.



