اوباما سوریې ته د ۲۵۰ امریکایي سرتېرو په لېږلو راضي شوی

کابل ټکی کام فرید احمد

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن دوشنبه سوریې ته د ۲۵۰ امریکایي سرتېرو په لېږلو راضي شوی دی، او ویلي یې دي، چې په دغو سرتېرو کې به ځانګړي ځواکونه هم شامل وي. همدا راز په دغو سرتېرو کې به د طبي مرستو رسونې ډله هم وي. امریکایي چارواکو رسنیو ته ویلي دي، چې د دغو ځواکونو د لېږلو موخه دا ده، چې هلته به له داعش ډلې سره جګړه کوي، او له هغوی څخه به هغه سیمې تصفیه کړي، په کومو چې دوی اروپا ته خپل جنګیالي لیږي. باید ووایو، چې اوباما وړاندې ویلي وو، چې سوریې ته به د ځمکنیو سرتېرو لېږل به یوه ستره تېروتنه وي، مګر دا مهال اوباما سوریې ته د ځواکونو پر لېږلو راضي شوی دی. د یادولو ده، چې د امریکا او روسیې په اړه یو شمېر سیاستمداران وایي، چې دوی د سوریې د وېشلو تابیا لري، او غواړي تر څو بشارالاسد او ایران ته ګټه او واک ور په برخه کړي، او د کردانو لپاره جلا هېواد جوړ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button