
مصر کې د لواطت کوونکو یوه ډله په غیر قانوني کړنو مجازات شوې
کابل ټکی کام ۰۷غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
تازه خبرونه وایي، چې د مصر محکمې د لواطت کوونکو یوه یوولس کسیزه ډله زندان ته لېږلې ده.
الاحرام ورځپاڼې لیکلي دي، چې د مصر محکمې د لواطت کوونکو یوه ډله زنداني کړه.
«دغه ۱۱ کسیزه ډله په یوه اپارتمان کې چې په کرایه نیول شوی وو، نیول شوي دي، پولیس چې کله دغه اپارتمان ته ورننوتلي وو، دوی یې په بد چلند لیدلي دي.»
الاحرام ورځپاڼې ویلي دي، چې درې تنه د ۱۱ کلونو لپاره او پاتې نور له درو څخه تر پنځو کلونو لپاره په بند محکوم شوي دي.
د یادولو ده، چې په مصر کې پر لواطت قانوني بندیز نشته، مګر د همجنسبازانو د ټولنې استازي ویلي دي، چې دغه ۱۱ کسیزه ډله د بې نزاکتۍ او ناوړه چلند له کبله په بند محکوم شوې ده.



