سعودي عربستان یو مدني فعال د دغه هېواد د امنیتي ادارو پر خلاف د کارکردګۍ له کبله په لس کلن بند محکوم کړ

کابل ټکی کام ۰۷غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
نړیوالو خبري رسنیو خبر ورکړی دی، چې سعودي عربستان یو سیاسي او مدني فعال د دغه هېواد د امنیتي ادارو پر خلاف د کارګردګۍ له کبله په ۱۱ کاله بند محکوم کړی دی.
ایرنا خبري اژانس لیکي دي، چې د سعودي عربستان د حسم سیاسي او مدني حقوقو ټولنې یو مهم غړی عبدالکریم الخضر په لس کلن بند محکوم کړى شوى دى.
الخضر ته د پورتنۍ سزا ترڅنګ، له هېواد څخه خارج ته پر تللو هم بندیز لګېدلی دی.
د سعودي عربستان جنایې محکمې په الخضر باندې تور پورې کړى وو، چې د امنیتي ادارو پر خلاف یې عمومي افکار لمسولي، او له ښاريانو څخه یې غوښتنې کړي، تر څو په عمومي میدانانونو کې تظاهرات وکړي.
دغې محکمې همدا راز په الخضر نور تورونه هم لګولي دي، چې د عربستان د علماوو د پلاوي او د قضايي قوې سپکاوی يې کړی، او له اجازې پرته یې د سیاسي او مدني حقوقو ټولنه جوړه کړې ده.
د یادولو ده، چې الخضر د عربستان د قصیم پوهنتون په الهیاتو پوهنځي کې د تطبیقي فقهې استاد وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button