تبصره : ع. اسد خیل
روسي تالي څټو (خلقیانو او پرچمیانو) چې د روسانو په مستقیمه قومانده د داودخان پر حکومت ناځوانمردانه کودتاه وکړه، او د دوی په قول د ثور سور انقلاب یې راوست او د نادري کورنۍ ټغر یې د تل لپاره د افغانستان نه ټول کړ، د داودخان د کورنۍ پر وژلو او له مینځه وړلو برسیره یې د هغه حکومت ته پر منسوبو اشخاصو وحشیانه یرغلونه پیل کړل، څوک یې ووژل څوک یې ژوندي تر خاورو لاندې کړل، څوک یې د زندانونو د تورو تختو شاته لاس تړلي واچول، او څوک یې د هیواد نه تیښتی ته مجبور کړل.
یواځې پر دې یې اکتفا ونکړه بلکې د هیواد پر دیني عالمانو یې ورځ په ورځ د ژوند کړۍ تنګه کړه او تدریجاً یې په وژلو، تښتولو، ورکولو پیل وکړ، او برسیره پر دی یی د غیر اسلامي مادو په اعلانولو سره د ولس په منځ کې د هغی په تطبیق عملاً ډیره په چټکۍ او جبر سره لاس پورې کړ، خو له دې نه غافل وو چې د دوی دغه کرغیړن انقلاب به د ولس د طوفاني سیلاب له تباه کوونکو څپو سره مخ شي.
د افغانستان مسلمانو خلکو د خپلو دیني عالمانو او دیني مقدساتو سپکاوی ونشو زغملای نو ځکه یې د خپلو نیکونو نه ورته په میراث پاتې وسلو سره د دغه جابر او سفاک حکومت مقابلې ته ورودانګل.
سره له دې چې د ثور د ۷مې منحوسې کودتاه په پایله کې قدرت ته رسیدلی نور محمد تره کی به په وار وار په خپلو ویناو کې دا خبره تکراروله چې: د ولس زور د خدای زور دی!، او ټولو خلقیانو او پرچمیانو په دې خبره کلکه عقیده هم درلوده خو سره له دې له خپلې نهایت بې عقلۍ نه یې عملاً د ولس ګریوان ته لاس واچاوه، چې په لوی لاس یې خپل کرغیړن انقلاب د ولسي سیلاب څپو ته برابر کړ، چې بالآخره دغه منحوس او کرغیړن انقلاب د ولس طوفاني سیلاب په ګرداب کې راګیر شو، د ولس نر او ښځې، زاړه او ځواناندیني عالمان او عام خلک، خان او غریب،بېسواده او با سوادان،پښتون او تاجک، ترکمن او ازبک، شیعه او سني، ټولو په ګډه د دغه ورانوونکي انقلاب مقابلې ته راووتل او له خپل کور، کلي، مال دولت او آن چې له خپلو ځانونو نه تیر شول او هر ډول سرښندنې ته یې ځانونه اماده کړل، له خپل ګران ټاټوبی نه مهاجر شول او د لوی خدای په مرسته او د نړیوالو په ملاتړ د دغه انقلاب د خوځښت مخی ته څپانده طوفان وګرځیدل چې بالآخره یې دغه شرمیدلی انقلاب داسې رانسکور کړ، چې د تاریخ زرینې پاڼې به یې د تل لپاره یاد ساتي او ملتونه به ورته د عبرت په سترګه ګوري او د ولس پر دغه شهامت به ویاړي.
خو د دغه منحوس انقلاب په مقابل کې د ولسي سیلاب نږدی یونیم ملیون شهیدان نذرانه او قربان شول، یو نیم ملیون یې معیوب او معلول شول، په سلهاو زره ښځې کونډې او بورې شوې او په ملیونونو ماشومان یتیمان شول، هیواد په کنډواله بدل شو، د هیواد ټول بنسټونه ونړیدل، د تعلیم کچه ټیټه شوه، اقتصاد قوی ضربه ولیدله او بالآخره هیواد مو له یوه ستر ناورین سره مخ شو چې تر ننه د همدغه منحوس انقلاب له وجهېد بیچارګۍ په اور کې سوځیږی او ناخوالې یې لا هم دوام لري. نو د همداسې انقلاب سره د ولس همدغسې سیلاب په کار و چې ورسره مخ شو او د دې انقلاب د دلالانو عقل یې ځای ته رواست چې هیڅکله به ورنه هېر نشي او نه به یې بیا د تکرارولو جراءت وکړي.

















