کابل ټکی کام ۰۹غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له کندز ولایت څخه خبري منابع وايي، چې له تېرې شپې راهیسې د دغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په امان الله سیمه کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو سره د طالبانو درنده جګړه روانه ده.
طالبان ادعا کوي، په جګړه کې یې لسګونو بهرنیو او داخلي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبان همدا راز وایي، چې امریکايان په ملکي وګړو بمبارۍ کوي، ګڼ ملکي وګړي یې وژلي دي.
د طالبانو له قوله چې په وژل شویو ملکي وګړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
طالبانو په خپله رسمي خبرپاڼه کې د درندې جګړې د جریان خبر ورکړی دی، او ویلي یې دي، چې مقابل لوری تر سختو بریدونو لاندې ګیر دي.
طالبان مني، چې په جګړه کې یې ۱ تن جنګیالی وژل شوی دی، او ۳ تنه نور جنګیالي ټپيان شوي دي.

















