چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

دثور اتمه هم داومې په څیر توره شوه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اپریل 27, 2016
کټګوریانې: تبصرې
0
24
ځلې شریک شوی
305
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره : مبصر

دثور داومې دتورې اوکرغیړنې ورځې غندنه چې کوو ورسره اتمه هم رایاده شي او هغه جنایات دانسان ذهن ته ودریږي کوم چې یوه برخه ېې دثور په اوومه او دوېمه برخه افغان وژنه ، زنداني کول ، په ډله ییزه توګه دافغان پتمن اولس دسراو مال تالاکول ، دخپل ورورافغان په لاس دبل افغان ورور وینې تویول دکلیو کورونو او جوماتونو ورانول، داهغه څه دي چې هم دثورپه اومه کمونستي کودتا او هم دثورپه اتمه دیوشمیرتش په نامه مجاهدینو لخوا وشول ، هغه جنایات چې کمونستانو نه وو کړي او پرې برشوي نه وو ، دې تش په نامه دجهاد ټیکدارانو وکړل ، دثورد اتمې وروسته یوشمیر ټوپکوالو هغه څه وکړل چې په کولو به ېې کمونستان کافر، ملحد ، بې  دینه اومرتدان بلل کیدل.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

هغه چاچې دروسانو او دهغوۍ دغلامانو په مقابل کې قرباني ورکړه، خپل ټټرونه ېې دکمونستانو او دهغوئ دبادارانو ګولیوته سپرکړل، دبدن غړي ېې دلاسه ورکړل، تل عمري معیوب شول، او یاېې داسلام په سپیڅلې لار (مقدس جهاد) کې دخپل اسلام، پاکې خاورې اوناموس څخه به دفاع ځانونه شهیدان کړل ، موږ پدې عقیده یو چې دهغوي دراسخې عقیدې له مخې به الله تعالی دهغوی شهادت قبول کړی وي.

دمقدس جهاد په پاکه لاره کې چې یوه ګړۍ هم چا قرباني ورکړې وي دهغې اجرثواب به ورته ورکول کیږي، خو دا چې دثور د(۷)مې سره مخالفت کوونکورهمغه دثورردغوایانو کارونه وکړل په ورځ دقیامت به دثور داومې دغوایانو په څیر داتمې دعاملینو مخونه هم توروي او ترڅه حده ثابته هم شوه، چاچې دثور داومې دجنایاتو په څیر جنایات کړي دهغوي مخونه تورشول خو په خپل شرم او توروالي سترګې پټوي.

دثورداتمې دخاوندانو چې هغه وخت افغان ساده زړي اولس نه پیژندل او دهغوي په جادوګرو قیافو ېې باورلاره دثورداومې دعاملینو څخه په زیاتو جنایاتو مرتکب شول، هغه دا چې دثورتراتمې پورې کمونستانو تراخري حده جنایات، فحشا، انسان وژنې، اوپه ملي ارځښتونو لیلام ګډ کړی و خو دثوراتم والو دثورله اومې او هم له اتمې وروسته دغیرتي اولس او شهیدانو سره په پوره سپین سترګۍ سره هغه جنایات وکړل چې په ویلو او لیکلو ېې ژبه اوقلم شرمیږي.

په حقیقت کې په افغانستان کې چې هرڅاڅکی وینه توییږي کمونستان پکې ونډه لري ځکه په امن ناکه هیوادکې دجنایاتو، نیونو، وژنواوتباهیو پیل دهمدې خرسانو او حیا پلورونکو دثور داومی له کودتا څخه شوی دی.

دا اوس چې له بده مرغه پدې بې کفایته حکومت کې دا دوطن او ناموس پلورنکي په لوړو پوستونو کار کوي او ځانونه اولس ته خدمتګاران معرفي کوي دوئ په حقیقت کې یو ځل نه  ، په څو څو واره داخپل اولس وژلی، لوټلی، پلورلی، او آن داچې خپله حیا او ناموس ېې هم دڅو روبلو په بدل کې دڅوورځو په عیاشیو ورکړیدی .

که ریښتني او دافغان غیرتي اولس په رایه حکومت جوړشي او دهمدې اولس چې سرونه ېې دخپلې خاورې په ساتنه کې قربان کړیدي  داټول به په ځای ددې چې په دولت کې پاتی شي دثور داتمې دجنایتګرو سره یوځای به په دار وځړول شي داد کمونستي نظریې راوړونکي او دثور داتمې چپاولګر باید په خپلو خپلو سزاګانو ورسول شي دوئ یواځې دڅو اشخاصو نه بلکې ددې ټول اولس چې د ۱۳۵۷کال دثور داومې راپدیخوا پرې دظلم او وحشت چپه میچنې وګرځول شوې دا دټول شهیدانو قاتلین دي .

ددوي په مقابل کې دجهاد تش په نامه ټیکدارانو یوه لویه تیروتنه وکړه چې دوئ ته ېې عفوه وکړه قاتلین دثورداومې دي او که داتمې ددوي عفوه کول ددوئ صلاحیت ندی داد هغه چا کار دی دچا چې پلار، ورور ،  ځوې مور، خور او یادکورنۍ کوم غړی ېې وژل شوی  وي .

دثورپه اومه خو دافغانستان په ملي ارځښتونو، ایډیالوژیکي طوفان راغی په افغانستان کې ېې یوڅه دبطيئ پرمختګ حکومت نسکورکړ، افغاني افتخارات ېې دلاسه ورکړل خو خپله له کریملنه راوړې نظریه ېې هم ونه شوه ساتلای کمونستان دخپل رژیم په وروستیوکې سره په اختلاف کې پریوتل خو دا تش په نامه جهادیان هم دومره سره مخالف وو چې که دنجیب حکومت داختلافاتو له امله نسکورشوی نه وای جهادیانو په لسګونو ګوندونو او اختلافاتو نشو نسکورولای.

دثورداتمې لومړ‎ي عبوري مشر صبغت الله مجددي ته په کابل کې په یوه ملمستیاکې ډاډ ورکړل شو ښه شوه چې پرکمونستي رژیم بریالي شوئ مجددي صاحب ورته ویل موږ دکامیابئ نه وو خپلو کې سره نه جوړیدو دډاکترنجیب هسې پښه وښویده .

دروسېې دوخت داولسمشر مرستیال الکزاندر رستکوېې ویلي وو مجاهدین په لومړیوکې کامیاب وو موږته ېې درانه تاوانونه واړول خو په وروستیوکې دومره بې اتفاقه او په خپلو کې سره ونښتل چې دکمونستانو نظام ېې نشو نسکورولای په اصل کې کمونستان خپله بې اتفاقه او نظام ېې په ګونډو شو.

له بده مرغه  دثور داومې را پدیخوا خو دافغانانو په هرڅه چورتالان ګډشو خو دخواشینې ځاي دادی چې دثورداتمې ټیکدارانو هم دافغانانو سراومال چورکړ دکمونستانو دنظام پرمهال یواځې دخلقیانو او پرچمیانو دوه حکومتونه وو چې دیوحکومت په نامه چلیدل دتش په نامه  جهادیانو په دوران کی یواځې په کابل کی دریالس حکومتونه وو او هرټانکدار او راکټدار به دخپلې نیول شوی سیمې واکمن وو .

دثورپه اتمه افغانستان له کمونستانو وژغورل شو خو ورسره په هغه څه هم لکه دملي شتمنیو، موزیمونو، کتابتونونو او داولس په هرڅه چور او تالان ګډشو دثور داتمې چپاولګرودخپل اولس سره هغه څه وکړل چې نن یعنې دثور په اتمه باید دملي ماتم ورځ اعلان شي په اخرکې وایو چې ریښتنومجاهدینو ته په درناوي ټول کمونستان او دا تش په نامه جهادیان دهېواد اتیاسلنه په روانو وژنو، نیونو او تباهیو کې مسئول دي.

دې تش په نامه جهادیانو دشهیدانو په ارمانونو خاورې واړولې دهغو دقاتلینوسره ېې داقتدارپه خاطرسیاسي او کورنۍ خپلوۍ وکړې دا اوس چې په یوه او بل نامه شرمیږي همغوکمونستانو ته سرونه ټیټوي او ورسره ګډحکومت مني کوم چې به دوی دافغان اولس ازلي دښنانو ګڼل هغه نن ورځ ددوې دسیاسي قدرت او دڅوکیو دویش یاران او دوستان شول .

مخکینې مطلب

وارخطا او مضطرب اشرف غني

بل مطلب

کندز: د چهاردرې ولسوالۍ امان الله سیمه کې درنده جګړه روانه ده

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com