کابل ټکی کام ۰۹غویي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د بغلان ولایتي شورا مرکزي دولت ته خبردارۍ ورکړی دی، که د ډنډ غوري ولسوالۍ عملیاتو ته پاملرنه ونه شي، دغه ولسوالۍ به د سقوط سره مخ شي.
یوې ځایي سرچینې رسنیو ته ویلي دي، طالبان د ډنډ غوري ولسوالۍ له نیولو وروسته د دهنه غوري ولسوالۍ د نیولو هڅې روانې کړي دي، او دغه ولسوالۍ یې محاصره کړې ده، چې شېبه په شېبه یې د محاصرې کړۍ د تنګېدو په حال کې ده.
د بغلان د ولایتي شورا یوه غړي بسم الله عطاش رسنیو ته وویل، چې طالبان تېره شپه د دهنه غوري ولسوالۍ شهر نو سیمه باندې برید ترسره کړ، او هغه یې ونیوله.
«د طالبانو له لوري د شهرنو په نیولو سره پر دغه ولسوالۍ د طالبانو د محاصرې کړۍ تنګه شوې ده، او د دغې ولسوالۍ مواصلاتي لارې بندې شوي دي.»
عطاش مرکزي دولت ته خبردراۍ ورکړ، که د ډنډغوري ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل نه شي، نو ډېر ژر به دهنه غوري ولسوالۍ هم سقوط وکړي.
د دهنه غوري ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي رسنیو ته وویل، چې طالبانو تېره شپه د پوستک بازار او شهرنو سیمې ونیولې، او د دهنه غوري ولسوالۍ مرکز ته یې ځانونه نږدې کړل.
د بغلان ولایت امنیه قومندان محمد نذیري وایي، چې طالبانو په یو شمېر استقامتونو د دهنه غوري ولسوالۍ پر شهرنو سیمه باندې حمله وکړه، چې له کبله یې ۴ طالبان ووژل شول، او ۵ نور تپیان شول.
نوموړي تأیید کړه، چې د دوی ځواکونو له پوستک بازار څخه په درې کیلومترۍ کې عقب نشیني کړې ده.
د یادولو ده، چې ډنډ غوري ولسوالۍ له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په ولکه کې ده.

















